د المپیک نړیوالې کمېټې: په افغانستان کې پر ښځینه ورزشکارانو د بندیزونو د ختمولو غوښتنه وکړه
د المپیک نړیوالې کمېټې: په افغانستان کې پر ښځینه ورزشکارانو د بندیزونو د ختمولو غوښتنه وکړه

خبرگزاری زنان افغان: د المپیک نړیوالې کمېټې په یوه غونډه کې په افغانستان کې پر ښځینه ورزشکارانو لګول شوی محدودیتونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. دغې کمېټې د چهارشنبې په ورځ “د حمل په ۹مه” خبر ورکړ چې په یوه غونډه کې د افغانستان، ایران، هند او ګواتیمالا د ورزشکارانو وضعیت وڅېړل شو. د […]

خبرگزاری زنان افغان: د المپیک نړیوالې کمېټې په یوه غونډه کې په افغانستان کې پر ښځینه ورزشکارانو لګول شوی محدودیتونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

دغې کمېټې د چهارشنبې په ورځ “د حمل په ۹مه” خبر ورکړ چې په یوه غونډه کې د افغانستان، ایران، هند او ګواتیمالا د ورزشکارانو وضعیت وڅېړل شو.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د المپیک نړیوالې کمېټې له غوښتنې سره سره، د طالبانو له خوا په افغانستان کې سپورټ او زده کړو ته د ښځو د لاسرسی په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

په دغه راپور کې ویل شوی چې د المپیک نړیواله کمېټه او د افغانستان د بدنی روزنې ریاست چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوی، سپورټ ته د ښځو د لاس رسی په برخه کې د دغې ډلې له مشرتابه څخه د تضمین په تمه دی.

د المپیک نړیوالې کمېټې یو ځل بیا له طالبانو غوښتی چې ژر تر ژره پر ښځینه ورزشکارانو لګول شوی بندیزونه لغوه کړی.

دغې کمیټې همداراز وویل چې اوسنیو حالاتو ته په کتو سره ژمنه ده چې د هغو ورزشکارانو ملاتړ ته دوام ورکړی چې د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک سیالیو کې د ګډون اراده لری.

ویل کیږی چې اوس مهال لس افغان ورزشکاران د المپیک د نړیوالې کمیټې په مالی مرسته د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک سیالیو کې د ګډون په موخه له افغانستان څخه بهر په بیلابیلو څانګو کې تمرینات کوی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#