د امنیت شورا غوشتنه: طالبان دې پر افغان مېرمنو محدودیتونه باید لېرې کړی
د امنیت شورا غوشتنه: طالبان دې پر افغان مېرمنو محدودیتونه باید لېرې کړی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشری حقونو د نقض او د ښځو او نجونو د بنسټیزو آزادیو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده. دوی له طالبانو غوښتی چې ژر تر ژره له هغو سیاستونو او اقداماتو […]

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشری حقونو د نقض او د ښځو او نجونو د بنسټیزو آزادیو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

دوی له طالبانو غوښتی چې ژر تر ژره له هغو سیاستونو او اقداماتو لاس واخلی چې د ښځو او نجونو بشری حقونه او بنسټیزې ازادۍ محدودوی.

د امنیت شورا غړو د ښځو د پوره، مساوی او معنا دار ګډون پر اړتیا ټینګار کړی او ویلې یې دی، دغه بندیزونه د نړیوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو سره د طالبانو د ژمنو خلاف عمل دی.

په اعلامیه کې د طالبانو له خوا پر ښځو د نقاب اجباری کولو او په تلویزیونی خپرونو کې د ښځینه ویاندویانو د مخ پټولو پرېکړې په اړه هم اندېښنه ښودل شوې. امنیت شورا وایی دې ته هم ډېر اندېښمن دی چې طالبانو ښځو ته ویلی چې یوازې د اړتیا پرمهال دې له کوره ووځی او که د دوی له پرېکړو سرغړونه وشی نو د کورنۍ نارینه غړو ته سزا ورکول کېږی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا اعلامیه داسې مهال خپروی چې څارونکی وایی طالبانو پر افغان مېرمنو په تدریج د فعالیت او زدکړې ساحه محدوده کړې او د ځانګړې بڼې حجاب یې پر دوی اجباری کړی. طالبان بیا وایی دا د شریعت حکم دی.