د بخښنې نړیوال سازمان وایی، طالبانو په افغان نجونو او ښځو لګول شویو بندیزونو سره د دوی هیلې وژلی دی. د دې سازمان د سویلی اسیا څانګې نن سهار په خپله ټویټرپاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې، پهکې یې د طالبانو لهخوا د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو په بندیز تمرکز کړی دی. د […]
د بخښنې نړیوال سازمان وایی، طالبانو په افغان نجونو او ښځو لګول شویو بندیزونو سره د دوی هیلې وژلی دی.
د دې سازمان د سویلی اسیا څانګې نن سهار په خپله ټویټرپاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې، پهکې یې د طالبانو لهخوا د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو په بندیز تمرکز کړی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان لیکی، د نجونو او ښځو تعلیم یو مهم فکټور دی او هغه ټولنه چې پهکې نجونې او ښځې له زدهکړو محرومېږی، زیانمنیږی.
د بخښنې نړیوال سازمان زیاتوی، په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۳،۵ میلیونه نجونې وتوانېدې چې ښوونځیو کې خپلې زدهکړې بشپړې کړی او دوی هیله لرله چې یوه ورځ به ډاکټرانې، ساینسپوهانې، خبریالانې او نورو برخو کې ماهرانې شی؛ خو د دې سازمان له قوله، اوس د طالبانو لهخوا په افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو له امله هر څه بدل شوی دی.
د بشری حقونو دا ملاتړې اداره وایی، د طالبانو لهخوا له شپږم ټولګی پورته نجونې له تعلیم منع شوی او په داسې حال کې چې په ملی او نړیواله کچه یې دا عمل غندل شوی، خو بیا یې هم دا پرېکړه نهده بدله کړې.
د بخښنې نړیوال سازمان له ټولو غواړی چې د افغان نجونو او ښځو ملاتړ او پر طالبانو غږ وکړی چې نجونو ته د زدهکړو اجازه ورکړی.
۵۳۹ ورځې وړاندې طالبانو له شپږم ټولګی پورته د نجونو ښوونځی او نږدې ۴ میاشتې وړاندې د هغوی پوهنتونونه وتړل، خو د بندیز په اړه یې یو روښانه او معقوله دلیل لا هم نهدی وړاندې کړی او یوازې دومره وایی چې تر امر ثانی او د طرحې جوړېدو پورې به بند وی.
همدا اندېښنه د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام هم نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلی.
دې ادارې ویلی، په افغانستان کې ښځې او نجونې د بشری او اقتصادی بحرانونو او پر دوی د لګېدلو بندیزونو له امله سختې ځپل شوی دی.
خو طالبان په افغان نجونو او ښځو لګول شویو بندیزونو سره سره وایی، دوی ته یې ټول حقوق ورکړی، خو ښکاره طالبانو په افغان نجونو او ښځو له بندیزونو پرته د دوی د پرمختګ او هوساینې لپاره کوم کار نهدی کړی.
خبرگراری زنان افغان
#Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan