خبرگزاری زنان افغان: د بخښنې نړیوال سازمان په نړیواله کچه د بشری حقونو د حالت جاجولو په کلنی راپور کې د بشری حقونو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی خو افغانستان ته د دغه راپور ګوښې شوې برخې ټینګار کړی چې هلته د بشری حقونو وضعیت په چټکۍ د ډېرې خرابۍ خوا ته روان دی. […]

خبرگزاری زنان افغان: د بخښنې نړیوال سازمان په نړیواله کچه د بشری حقونو د حالت جاجولو په کلنی راپور کې د بشری حقونو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی خو افغانستان ته د دغه راپور ګوښې شوې برخې ټینګار کړی چې هلته د بشری حقونو وضعیت په چټکۍ د ډېرې خرابۍ خوا ته روان دی.

د ښځو پر حقونو او د رسنیو او وینا پر آزادۍ بندیزونه، د هغو بنسټونو له منځه تګ یا بیخی محدودېدل چې د بشری حقونو ملاتړ کوی، د سوله‌ییزو لاریونوالو نیونې، ربړول او ورکول، د طالبانو د مخالفینو ناقانونه نیونې، ربړونې، وژنې او بیا له هر ډول قضایی تعقیب خوندیتوب یې هغه موارد بللی چې په افغانستان کې یې د وېرې فضا حاکمه کړې.

په طبیعی افتونو او سختې بې وزلۍ ځپلی افغانستان کې د قتل سزا ته د طالبانو د عام محضر اعدامونه او د ناروا اړیکو په تور د دورو وهلو په څېر سزاګانې یې هم د ټولنیزو نورمونو د ماتېدو لړۍ بللې.

دغه راپور جنسیتی توپیرپالنه او تاوتریخوالی هم د ۲۰۲۲ کال ستره ننګونه بللې ده.

په هېوادونیو کچو د بشری حقونو د خرابېدونکی وضعیت حال یې هم بله برخه ده.

راپورونه په افغانستان کې د طالبانو حکومت سخت زړو محدودیتونو، له ښځو او نجونو د زده کړو، کار او خپلواکۍ د حقونو تروړل کېدو او په ډاګه د نارینه چوپړ ته د ښځو اړ ایستو مواردو ته اشاره کړې.

خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشری حقونو د حالت لا خرابېدل نه منی او وایی هلته د بشری حقونو حالت تر پخوا ښه شوی دی.

د بخښنې د نړیوال سازمان رپوټ د لسګونو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې د خبریالانو نیول کېدل او بندی کېدل هم د هېوادونو په کچه د حقونو په خوندی ساتلو کې د نړیوال سیستم پاتې راتګ ګڼی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#