د بخښنې نړیوال سازمان: دا د ژمنو وخت دی، چې عملی شې
د بخښنې نړیوال سازمان: دا د ژمنو وخت دی، چې عملی شې

د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر ملاتړ ټینګار کوی او وایی، د دې وخت دی چې خبرې او ژمنې عملی شی. د بخښنې نړیوال سازمان نن “یکشنبه، د حوت ۲۱ مه” په یوه نوی راپور کې ویلی، چې طالبانو په پرله پسې توګه په […]

د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو پر ملاتړ ټینګار کوی او وایی، د دې وخت دی چې خبرې او ژمنې عملی شی.

د بخښنې نړیوال سازمان نن “یکشنبه، د حوت ۲۱ مه” په یوه نوی راپور کې ویلی، چې طالبانو په پرله پسې توګه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو بریدونه کړی دی.

دغه سازمان ویلی دی چې طالبانو د افغان ښځو او نجونو له اساسی او بشری حقونو څخه منع کولو ته دوام ورکړی، په داسې حال کې چې دوی د خپلو حقونو د ترلاسه کولو هڅې کوی. خو دوی تل د طالبانو لخوا ګواښل کیږی او ځورول کیږی.

د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د یوې فعالې محبوبې سراج له خولې ویلی، چې د افغانستان ښځې مه هېروئ او د هغوی غږ ستاسو حکومتونو ته ورسوئ، پاتې مبارزه زموږ پورې اړه لری او موږ به یې ادامه ورکوو.

د بخښنې نړیوال سازمان وایی، د طالبانو چارواکو نه یوازې دا چې د افغانانو د حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې خپلې ژمنې نه دی مات کړی، بلکې د تاوتریخوالی لړۍ یې بیا پیل کړې او د ښځو او نجونو له بشری حقونو او بنسټیزو حقونو څخه یې سرغړونه کړې ده. بشپړ معافیت، نجونې نیول شوی دی.

دغه سازمان زیاته کړه، په داسې حال کې چې د افغانستان نجونې او ښځې په زړورتیا د اوسنی کړکېچ پر وړاندې ودرېږی، نړۍ باید د دوی تر څنګ ودرېږی او د ازادۍ، انسانی کرامت او مساواتو د ژوند کولو له حقه یې ملاتړ وکړی.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې له طالبانو غوښتی، چې ژر تر ژره هغه پرېکړې بدلې کړی، چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوی او د افغان ټولنې پر نیمایی برخې ټول بندیزونه بې له شرطه لغوه کړی.

خبرگزاری زنان افغان

Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#