د خوړو نړیوال سازمان: د بودیجې نشتوالی څلور میلیونه افغانانو ته د خوراکی توکو مرستې کمې کړی دی
د خوړو نړیوال سازمان: د بودیجې نشتوالی څلور میلیونه افغانانو ته د خوراکی توکو مرستې کمې کړی دی

په داسې حال کې چې په افغانستان کې لسګونه میلیونه وګړی له اقتصادی بحران او د خوراکی توکو له کمښت سره مخ دی، د خوړو نړیوال سازمان ویلی چې د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د بودیجې د کموالی له امله څلور میلیونه افغانان د خوراکی توکو کموالی ته اړ دی. د خوړو نړیوال سازمان […]

په داسې حال کې چې په افغانستان کې لسګونه میلیونه وګړی له اقتصادی بحران او د خوراکی توکو له کمښت سره مخ دی، د خوړو نړیوال سازمان ویلی چې د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د بودیجې د کموالی له امله څلور میلیونه افغانان د خوراکی توکو کموالی ته اړ دی.

د خوړو نړیوال سازمان (WFP) یو بیان خپور کړ چې ویلی یې دی “د بودیجې د محدودیتونو له امله، لږترلږه څلور ملیونه خلک به د مارچ په میاشت کې یوازې د اړتیا نیمایی ترلاسه کړی.” په اعلامیه کې دا هم راغلی چې د ملګرو ملتونو اداره په عاجله توګه ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لری چې په اپریل میاشت کې په افغانستان کې ۱۳ میلیونه خلکو ته خوراکی مرستې ورسوی.

وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبانو یو ځل بیا پر افغانستان واکمنی وکړه، دغه هېواد چې لا له وړاندې له اقتصادی بې وزلۍ سره مخ و او پر نړیوالو مرستو تکیه یې کوله، نوره هم د اقتصادی بحران سره مخ شو. د لویدیځو هیوادونو اقتصادی بندیزونه او په ځانګړی ډول د امریکا متحده ایالاتو او د پیهام وچکالۍ هم دغه اقتصادی ستونزی او بشری بحرانونه زیات کړی دی.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر چارواکو اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو له لګول شویو بندیزونو وروسته ښایی یو شمېر مرستندویه هېوادونه له دغه هېواد سره د خپلو بشری مرستو پروګرامونه ودروی. خو د خوړو د نړیوال سازمان د بودیجې د کمښت لامل لا نه دی په ډاګه شوی.

د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې طالبانو نه یوازې ښځې له خپلو زده کړو منعې کړې، بلکې ښځې او نجونې یې هم په بهرنیو او کورنیو غیردولتی موسسو کې له کار کولو څخه منع کړې وې. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته نجونې یوازې تر شپږم ټولګی پورې د زده کړو حق لری.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشری چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه راپور کې ویلی وو، چې افغانستان د نظام د سقوط او بشری ناورین له خورا اصلی خطر سره له بې سابقې بشری ناورین سره مخ دی، ځکه په دغه هېواد کې ۱۷ میلیونه وګړی له سختې لوږې سره مخ دی.

د دغه راپور له مخې، تېر کال د افغانستان نفوس له ۴۳ میلیونو څخه اوښتی او د نفوسو کلنی زیاتوالی ۲،۳ سلنه دی، چې دا په سیمه کې تر ټولو لوړه شمېره ښیی.

اوچا وویل چې ٢٨،٣ ملیون خلک – د افغانستان د نفوس دوه پر دریمه برخه – به سږکال د ژوندی پاتې کیدو لپاره بشری مرستو ته اړتیا ولری ځکه چې هیواد دریم پرله پسې وچکالۍ او دوهم کال د سخت اقتصادی بحران سره مخ دی.

د دغه راپور له مخې: ١۴،٧ میلیونه وګړی په سختو شرایطو کې، ۶،۴ میلیونه ښځې او ١۵،٢ میلیونه ماشومان، ۶،١ میلیونه وګړی په ښاری سیمو کې او ٢٢،٢ میلیونه وګړی په کلیوالو سیمو کې ژوند کوی او د ټولو کورنیو ١۵ سلنه جوړوی. لږترلږه یو غړی معلولیت لری.

خبرگزاری زنان افغان

Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#