د دوحې غونډه؛ مدنی فعالان او ښځې: موږ د طالبانو د پېژندلو لپاره د دروازې پرانېستلو اندېښمن یو
د دوحې غونډه؛ مدنی فعالان او ښځې: موږ د طالبانو د پېژندلو لپاره د دروازې پرانېستلو اندېښمن یو

خبرگزاری زنان افغان: یو شمېر مدنی بنسټونو او د ښځو اعتراضی خوځښتونو د دوحې د غونډې ګډونوالو ته په یوه پرانیستی لیک کې ویلی، چې د دې ناستې احتمال د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته اندېښمن دی. ټاکل شوې چې دغه غونډه د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې […]

خبرگزاری زنان افغان: یو شمېر مدنی بنسټونو او د ښځو اعتراضی خوځښتونو د دوحې د غونډې ګډونوالو ته په یوه پرانیستی لیک کې ویلی، چې د دې ناستې احتمال د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته اندېښمن دی.

ټاکل شوې چې دغه غونډه د دوشنبې او سه شنبې په ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د تړلو دروازو تر شا جوړه شی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او ښځو استازو دغه لیک د ملګرو ملتونو عمومی منشی او د دوحې په غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته استولی دی.

دوی د ملګرو ملتونو د سرمنشی د مرستیالې آمنه محمد څرګندونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دوی په دې غوسه دی چې ملګری ملتونه یا د دې سازمان کوم غړی هیواد طالبان په رسمیت وپیژنی.

اغلې محمد وویل چې دغه سازمان د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه د خبرو لپاره یوه غونډه جوړوی. یو شمېر بنسټونو او نورو فعالانو د آمنه محمد له دغو څرګندونو سره مخالفت ښودلى دى.

د مدنی ټولنې او افغان ښځو استازو طالبان یوه تروریستی ډله، یو «ژور ظالم رژیم» بللی او زیاته کړې یې ده، چې دغې ډلې ښځې او نجونې له خپلو اساسی حقونو بې برخې کړی او په نړۍ کې یوازینی رژیم دی.

د مدنی ټولنې بنسټونو او د ښځو خوځښتونو ویلی چې تېرې تجربې ښیی چې د بشری حقونو پر سر جوړجاړی یوازې د طالبانو واک پیاوړی کوی او د افغانانو کړاوونه اوږدوی.
دوی له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو ټول پلانونه لغوه کړی.

د مدنی ټولنې بنسټونو او د ښځو خوځښتونو ټینګار کړی چې ملګری ملتونه باید د ټولو افغان وګړو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بشری حقونو د درناوی، ساتنې او خوندیتوب ډاډ ورکړی.

د مدنی ټولنې فعالانو او ښځو ټینګار کړی، چې رابلل شوې ښځې باید د افغانی ټولنې د یوې پراخې برخې استازیتوب وکړی، چې پکې د مظاهره کوونکو مشرانو، د مدنی ټولنې غړو او په جلاوطنۍ کې ښځې هم شاملې دی.

دوی ویلی چې په دې اقداماتو کې باید د جرمونو له نړیوالې محکمې سره همکاری شامله وی، څو د نړیوالو قوانینو له مخې په جرمونو تورن طالب مشران او چارواکی محاکمې ته راکش کړی.

د مدنی ټولنې او ښځو د استازو له خوا په لیک کې راغلی چې د دوحې د غونډې ګډونوال باید د طالبانو پر مشرانو او چارواکو د سفر بندیز او د شتمنیو کنګل کولو په ګډون نړیوال بندیزونه عملی کړی.

خبرگزاری زنان افغان