د سولې او ازادۍ د ښځو غورځنګ: نړیواله ټولنه دې د طالبانو پر وړاندې چوپتیا ماته کړی
د سولې او ازادۍ د ښځو غورځنګ: نړیواله ټولنه دې د طالبانو پر وړاندې چوپتیا ماته کړی

خبرگزاری زنان افغان: د “سولې او ازادۍ د ښځو غورځنګ” په نوم د لاریون کوونکو یوې ډلې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په صادقانه توګه د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږی او چوپتیا ماته کړی. دوی نن “شنبه د حمل ۲۶مه” په کابل کې په یوه بند ځای کې د یوې […]

خبرگزاری زنان افغان: د “سولې او ازادۍ د ښځو غورځنګ” په نوم د لاریون کوونکو یوې ډلې له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په صادقانه توګه د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږی او چوپتیا ماته کړی.

دوی نن “شنبه د حمل ۲۶مه” په کابل کې په یوه بند ځای کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان د څه باندې ۳۰ میلیونو وګړو لپاره په تور سوری بدل شوی دی.

د مظاهره کوونکو ښځو په پرېکړه لیک کې ویل شوی چې طالبانو د خپل واک د ټینګولو لپاره هر ډول «جنایت» او د بشریت ضد تاوتریخوالی ته لار هواره کړې ده.

مظاهره کوونکو ښځو وویل، چې د هېواد د ټولو اوسېدونکو اساسی او بشری حقونه او ازادی تر پښو لاندې شوې او زرګونه کسان بې کوره او د وطن پرېښودو ته اړ شوی دی.

دغو مېرمنو زیاته کړې، چې د طالبانو پرله پسې حکمونو د ښځو او د هغوی ازادۍ ته ستر زیان اړولی او افغانستان یې د ښځو لپاره په لوی زندان بدل کړی دی.

“د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ” ویلی چې د بشری وضعیت خرابېدو ته په پام سره د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشری حقونو د ملاتړو هېوادونو پر چوپتیا د نیوکې ترڅنګ له دوی غوښتنه کوی چې دغه چوپتیا ماته کړی او د بشری حقونو د څارنې په برخه کې دې چوپتیا غوره کړی. له بشری حقونو څخه پرله پسې سرغړونې او نړیوال کنوانسیونونه د طالبانو له خوا نه دی.

دغه غورځنګ د موسی شاهین، مرتضی بهبودی، مطیع الله ویسا او رسول پارسی په ګډون د نیول شویو کسانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

خبرگزاری زنان افغان