د “سیګار” نوی راپور: طالبانو افغان مېرمنې په کور کې په بند محکومې کړې دی
د “سیګار” نوی راپور: طالبانو افغان مېرمنې په کور کې په بند محکومې کړې دی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړی مفتش دفتر (سیګار) وایی، طالبانو افغان مېرمنې په کور کې د نظر بندۍ په سزا محکومې کړې دی. د دې ادارې مشر جان سیپکو د امریکا کانګرس ته په خپل ۵۸م راپور کې ویلی چې افغانستان ته د امریکا د بشری مرستو له دوام سره سره […]

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړی مفتش دفتر (سیګار) وایی، طالبانو افغان مېرمنې په کور کې د نظر بندۍ په سزا محکومې کړې دی.
د دې ادارې مشر جان سیپکو د امریکا کانګرس ته په خپل ۵۸م راپور کې ویلی چې افغانستان ته د امریکا د بشری مرستو له دوام سره سره طالبانو پر ښځو خپل بندیزونه زیات کړی دی.

د سیګار د دغه راپور په دوام کې راغلی چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې تر شپږم ټولګی او تر پوهنتونه د نجونو او ښځو زده کړه غیر قانونی ده.

سیګار په خپل راپور کې ویلی، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ناوړه چلند په بنسټیز کولو سره اوس دا پوښتنه راپورته کېږی، چې ایا امریکا د طالبانو له ګټو او ملاتړ پرته له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکولی شی؟

سیګار وویل، امریکا د ستر بشری مرستندویه هېواد په توګه د ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته په اوونۍ کې څلوېښت میلیونه ډالره مرسته ورکوی، خو که څه هم دا مرستې بشری بڼه لری، خو ښایی په غیر ارادی ډول په ملی او نړیواله کچه طالبانو ته مشروعیت ورکړی. .

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی مفتش ټینګار وکړ چې امریکا باید په دې غور وکړی چې طالبانو تر ډیره حده ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې کړی او د دوی دغه اقدام د افغانستان اړو خلکو ته د بشری مرستو د رسولو مخه نیولې ده.

یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې وایی، د طالبانو حکومت له ټولنې څخه د ښځو د بشپړ له منځه وړلو هوډ لری.

سیګار په دغه راپور کې ویلی چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې امریکا افغانستان او افغان کډوالو ته له اته میلیارده ډالرو ډېره مرسته کړې، چې له دې جملې څخه دوه میلیارده یې د بشری او پراختیایی مرستو په برخه کې او ۳.۵ میلیارده یې د پیسو د صندوق په برخه کې دی. د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان څخه د افغانانو د ایستلو لپاره ۲.۷ میلیارده ډالر ځانګړی کړی دی.

خو د دې ادارې په وینا دا نه ده څرګنده چې څومره مرستې به اړمنو کسانو ته ورسېږی او دا تضمین هم نشته چې د مرستو رسول یا بندول به د طالبانو د چلند په بدلولو کې بریالی شی.

د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګی پورې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل، په ډېرو دولتی او نادولتی دفترونو کې د ښځو له کار کولو منع کول، په اوږدو لارو کې له محرم پرته د سفر بندیز، د حجاب اجباری کول او تفریحی پارکونو او سټېډیمونو ته پر تګ بندیز هغه مهم بندیزونه دی. په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو مسلط شوی او نجونې یې نیولې دی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#