د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې د ښځو زده کړې یې تر بلې خبرتیا پورې ځنډولې دی. نن (سه شنبه، د قوس ۲۹مه) دغه وزارت په یوه مکتوب کې د خصوصی او دولتی پوهنتونونو ته امر ورکړی، چې د نجونو د زده کړو بهیر دې تر امر ثانی پوری بند وی. […]
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې د ښځو زده کړې یې تر بلې خبرتیا پورې ځنډولې دی.
نن (سه شنبه، د قوس ۲۹مه) دغه وزارت په یوه مکتوب کې د خصوصی او دولتی پوهنتونونو ته امر ورکړی، چې د نجونو د زده کړو بهیر دې تر امر ثانی پوری بند وی.
په مکتوب کې ویل شوی چې د ښځو د زده کړو د ځنډولو پرېکړه د طالبانو د کابینې د پرېکړې پر بنسټ شوې ده. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمی هم دغه مکتوب تایید کړی دی.
دغه مکتوب د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم لاسلیک کړی دی.
نوموړی تر دې مخکې په خپلو څرګندونو کې ښوونځیو ته د نجونو تګ یو بهرنى فرهنګ وباله او ویې ویل، چې دغه فرهنګ د امان الله خان له خوا په هېواد کې رامنځته شوى دى.
طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته د ښوونځی دروازې تر شپږم ټولګی پورې د نجونو پر مخ تړلې دی. دغې ډلې په وار وار ویلی چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په برخه کې کار کوی، خو له نږدې یو نیم کال وروسته هم له دغه پلان څخه خبر نه دی.
خبرگزاری زنان افغانستان