د ماشومانو د ساتنې اداره: د نجونو پر زده‌کړه د بندیز دوام؛ بې‌وزلی به زیاته شی
د ماشومانو د ساتنې اداره: د نجونو پر زده‌کړه د بندیز دوام؛ بې‌وزلی به زیاته شی

د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایی، که طالبان د نجونو پر زده‌کړې لګول شوی بندیز سمدستی لیرې نه‌کړی، د ماشومانو ودونه او بې‌وزلی به زیاته شی. سیف ده چلډرن په یو بیان کې چې نن پنجشنبه د دغه ادارې پر وېب سایټ خپور شوی ویلی، په داسې حال کې چې په افغانستان […]

د ماشومانو د ساتنې اداره، سیف ده چلډرن وایی، که طالبان د نجونو پر زده‌کړې لګول شوی بندیز سمدستی لیرې نه‌کړی، د ماشومانو ودونه او بې‌وزلی به زیاته شی.

سیف ده چلډرن په یو بیان کې چې نن پنجشنبه د دغه ادارې پر وېب سایټ خپور شوی ویلی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښوونځی راتلونکی اوونۍ د نوی تعلیم کال پیلېدو ته تیاری نیسی، له شپږم ټولګی پورته نجونو ته چې اتلس میاشتې له زده‌کړو منع شوی، ټولګیو ته د بېرته تګ اجازه ورکړل شی.

د ماشومانو د حقونو دې مدافع ادارې خبرداری ورکړی چې، که طالبان دغه بندیز لغوه نه‌کړی، د ماشومانو ودونه به زیات شی، کورنۍ به لا بې‌وزلۍ ته اړې او راتلونکی نیمایی نسل به له کاری ځواکه بهر پاتې شی.

یادې ادارې ویلی، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوی، له درې میلیونو نه زیاتې هغه نجونې چې پخوا یې په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې زده‌کړې کولې، له دې حقه محرومې شوې دی.

سیف ده چلډرن د دغه بندیز د فوری لیرې کېدو غوښتنه کوی او وایی، کله چې نوی تعلیمی کال د وری یا حمل میاشتې په لومړیو کې پیلیږی، ټولې نجونې باید پرېښودل شی چې بېرته ښوونځیوته لاړې شی.

دوی د طالبانو پر دې پرېکړه نیوکه کړې او ویلی دی چې، اوس مهال په افغانستان کې نږدې ۸۵۰ زره نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د ماشومانو د ساتنې ادارې او د برېتانیا د پارلمان د دغې غوښتنې په اړه څه نه‌دی ویلی.

موږ هم د طالبانو د پوهنې وزارت له ویانده په حمل میاشت کې د ښوونځیو د پیلېدو په اړه پوښتل خو د دې راپور تر خپرېدو یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو وړاندې تر دې بېلابېلو طالب چارواکو بار بار ویلی دی چې د نجونو د زده‌کړو مخالف نه‌دی خو پر هغوی د زده‌کړو لګول شوی بندیز یې تر امرثانی بللی دی، خو د امر ثانی دا پرېکړه تر اتلس میاشتو غځېدلې او طالبانو لا هم پر نجونو د بندیز د پای ته رسېدو په اړه خپله پرېکړه نه‌ده بدله کړې.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#