د مطیع الله ویسا کورنۍ وایی: چې د هغه روغتیایی وضعیت په اړه اندېښنه شوی دى
د مطیع الله ویسا کورنۍ وایی: چې د هغه روغتیایی وضعیت په اړه اندېښنه شوی دى

خبرگزاری زنان افغان: افغانستان کې د ماشومانو د زدکړې فعال مطیع الله ویسا کورنۍ وایی د طالبانو له خوا له نیول کېدو وروسته د هغه د روغتیایی وضعیت په اړه ژوره اندېښنه او په دې اړه هېڅ معلومات نه لری چې هغه په څه ډول شرایطو په بند کې ساتل کېږی. د نوموړی ورور عطاء […]

خبرگزاری زنان افغان: افغانستان کې د ماشومانو د زدکړې فعال مطیع الله ویسا کورنۍ وایی د طالبانو له خوا له نیول کېدو وروسته د هغه د روغتیایی وضعیت په اړه ژوره اندېښنه او په دې اړه هېڅ معلومات نه لری چې هغه په څه ډول شرایطو په بند کې ساتل کېږی.

د نوموړی ورور عطاء الله ویسا خبرگزاری زنان افغان ته وویل، ورور یې د ټولو پېژندل شویو نورمونو خلاف نیول شوی او غوښتنه کوی چې باید ژر تر ژره خوشی شی.

نوموړی وایی،”دا دی دوه اوونۍ وشوې چې ما او کورنۍ یې مطیع الله ویسا نه دی لیدلی موږ یې د لیدلو غوښتنه لرله خو موږ تراوسه نه ما او کورنۍ یې دا ډاډ ترلاسه کړی چې ورسره وګورو.”

مطیع الله ویسا د قلم لارې ټولنې مشر دی او له نژدې پنځلسو کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو په تېره لرې پرتو سیمو کې، زدکړې ته د هڅونې کمپاین چلوی.

نوموړی په دې وروستیو کې له یو شمېر نړیوالو استازو سره کابل کې لیدلی وو او په افغانستان کې یې د نجونو د زدکړې او د طالبانو له خوا د نجونو پر زدکړې د لګول شویو بندیزونو په اړه خبرې کړې وې.

مطیع الله ویسا کابل کې د طالبانو د امنیتی ادارې له خوا داسې مهال ونیول شو چې جنیوا کې یې په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره چمتووالی نیوه.

د هغه ورور عطاء الله ویسا په خبرو کې د بشری حقونو له نړیواله بنسټونواو نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ورور په خوشې کولو کې مرسته وکړی.

نوموړی وویل، “زه له ټولو نړیوالو ادارو عدالت غواړم، زما ورور په کوم تور نیول شوی او ولې داسې ساتل کېږی چې کورنۍ یې نه دی لیدلی، زموږ غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره یې خوشی کړی.”

طالبانو د مطیع الله ویسا د نیونې د لامل په اړه ډېر تفصیل نه دی ورکړی ، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد وویلی چې هغه، د ده په وینا داسې کړنې کولې چې شک پرې کېده نو ځکه د سپیناوی لپاره نیول شوی دی.

ګڼو نړیوالو بنسټونو او د بشری حقونو فعالانو له طالبانو غوښتی چې مطیع الله ویسا او نور فرهنګی او مدنی فعالان چې د دوی په بند کې دی خوشې کړی.

خبرگزاری زنان افغان

#Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan