د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله امینه محمد وايي، په افغانستان کې له زده کړو د نجونو محرومیت باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي. هغه په یوه پیغام کې چې د ملګرو ملتونو د نړیوال وجهي صندوق له خوا په بیړنیو حالاتو او بحران کې د ښوونې او روزنې له خوا خپور […]
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله امینه محمد وايي، په افغانستان کې له زده کړو د نجونو محرومیت باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
هغه په یوه پیغام کې چې د ملګرو ملتونو د نړیوال وجهي صندوق له خوا په بیړنیو حالاتو او بحران کې د ښوونې او روزنې له خوا خپور شوی، ویلي چې له ۵۰۰ څخه زیاتې ورځې کیږي چې په افغانستان کې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د زده کړو له حق څخه محرومې کړي دي.
اغلې محمد وايي، نړیواله ټولنه باید د افغان نجونو د تعلیمي اړتیاوو او حقونو د پوره کولو لپاره متحد پاتې شي.
هغه زیاتوي: «لازمه ده چې له دغو نجونو سره پیوستون ودرېږي او د هغوی غږ پیاوړی شي. دوی یوازې نه دي.”
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د خوراکي توکو د مرستو، روغتیا او پوهنې ته د لاسرسي په برخه کې د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
نوموړې پر تمویلوونکو او د ملګرو ملتونو پر شریکانو غږ کوي چې په بیړنیو حالاتو او بحران کې د پوهنې لپاره د ملګرو ملتونو له نړیوال وجهي صندوق سره مرسته وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هیڅ نجلۍ په افغانستان او نورو ځایونو کې پاتې نه شي.
اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې له زده کړو، کار او زده کړو بې برخې دي.
په داسې حال کې چې طالبان وايي، دا بندیز دایمي نه دی، خو داسې ښکاري چې په نوي تعلیمي کال کې به افغان نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تګه منع شي.
طالبانو په دې وروستیو کې د سرسدې په سیمو کې یوازې د هلکانو لپاره د پوهنتونونو د پرانستلو نېټه اعلان کړه.
خبرگزاری زنان افغان