د ملګرو ملتونو سرمنشی طالبانو ته د دوحې غونډې ته بلنه نه ده ورکړې
د ملګرو ملتونو سرمنشی طالبانو ته د دوحې غونډې ته بلنه نه ده ورکړې

خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو ویاند وایی، په دوحه کې د دې سازمان د سرمنشی انتونیو ګوتریش په کوربه توب د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړی استازی په غونډه کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې. د انتونیو ګوتریش ویاند سټیفن دوجاریک د “جمعه په ورځ د ثور ۸مه” وویل […]

خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو ویاند وایی، په دوحه کې د دې سازمان د سرمنشی انتونیو ګوتریش په کوربه توب د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړی استازی په غونډه کې طالبانو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

د انتونیو ګوتریش ویاند سټیفن دوجاریک د “جمعه په ورځ د ثور ۸مه” وویل چې “سرمنشی د افغانستان اصلی چارواکو ته بلنه نه ده ورکړې.”

دوجاریک زیاته کړه چې د دوحې دوه ورځنۍ غونډه به د تړلو دروازو تر شا ترسره شی چې موخه یې “په افغانستان کې د پایښت لرونکې لارې لپاره د ګډو اهدافو په اړه د نړیوالو ژمنو” تمرکز دی.

دا غونډه په داسې حال کې کېږی چې د مې په لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په متفقه توګه د طالبانو له خوا د دې سازمان په دفترونو کې پر ښځو د کار کولو بندیز غندلی او له دغې ډلې یې غوښتی چې ژر تر ژره لګول شوی بندیزونه لغوه کړی.

طالبانو نن په یوه غبرگون کې د امنیت شورا پریکړه لیک غندلی او ویلی یې دی چې د ښځو پر کار بندیز د افغانستان له کورنیو مسایلو څخه دی او باید درناوی یې وشی.

د دوحې غونډه په دې ورستیو کې له تر سره کیدو مخکې له جنجالونو ډکه وه او ځینو یې اندیښنه ښودلې وه چې دا غونډه به د طالبانو په رسمیت پیژندلو په ځای بدله شی.

خبرگزاری زنان افغان