د ملګرو ملتونو کارپوهان: طالبان دې ژر تر ژره د نجونو پر مخ ښوونځی او پوهنتونونه پرانیزی
د ملګرو ملتونو کارپوهان: طالبان دې ژر تر ژره د نجونو پر مخ ښوونځی او پوهنتونونه پرانیزی

د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د دې سازمان د بشری حقونو د ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ په ګډون، په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتی چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د نجونو او ځوانانو پر مخ ښوونځی او پوهنتونونه پرانیزی. په دې خبرپاڼه کې چې نن “دوشنبه د حوت په ٢٩مه” […]

د ملګرو ملتونو کارپوهانو، د دې سازمان د بشری حقونو د ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ په ګډون، په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتی چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د نجونو او ځوانانو پر مخ ښوونځی او پوهنتونونه پرانیزی.

په دې خبرپاڼه کې چې نن “دوشنبه د حوت په ٢٩مه” خپره شوې، ویل شوی چې داسې ښکاری چې د دویم پرله پسې تعلیمی کال لپاره به په افغانستان کې پر تنکیو نجونو د زده کړو پر دوام بندیز ولګول شی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلی دی چې طالبان د نجونو د تعلیم له حق څخه د انکار لپاره هیڅ توجیه نه لری.

د دغو کارپوهانو په اعلامیه کې ویل شوی چې افغانستان د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د تړونونو په ځانګړی ډول د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون او د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون د غړیو هېوادونو په توګه مکلف دى چې د له تبعیض پرته د تعلیم حق ته درناوی.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په خبرپاڼه کې راغلی، چې طالبانو د خپل پخوانی حکومت پر مهال هم د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی و او هغه مهال یې ویلی وو، چې دا بندیز لنډمهاله دی.

خو د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، د طالبانو په لومړۍ دوره کې د نجونو پر زده کړو بندیز نه و لیرې شوی او تر څو چې طالبان په سمدستی توګه د منځنی ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو ژمنه پوره نه کړی، دې پایلې ته ورسېږی چې دا ډله د داسې کولو اراده نه لری.

دوی خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام به ناوړه پایلې ولری.
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د څرګندونو له مخې، د نجونو پر زده کړو د بندیز له لګېدو راهیسې د ودونو او ماشومانو د کار کچه لوړه شوې ده.

دغو کارپوهانو د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلی چې که دغه بندیز لیرې شی، دوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هلکانو او نجونو د زده کړو د کیفیت په اړه هم اندېښمن دی.

د کارپوهانو په وینا، د هلکانو په ښوونځیو کې د دینی ښوونکو پر ځای د مسلکی ښوونکو د ګومارلو د اندېښنې وړ راپورونه دی.

دوی له زده کړو څخه د نجونو ایستل په کلکو ټکو غندی او د نجونو لپاره د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کوی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو وغوښتل چې د ټولو هلکانو او نجونو لپاره د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د باکیفیته زده کړو د برابرولو لپاره هڅې وکړی.

دوی د پوهنې په برخه کې د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د ټولو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې هم غوښتی چې د طالبانو له خوا د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو غوښتنې ته شدت ورکړی.

دوی له نړۍ وغوښتل چې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د مساوی او باکیفیته زده کړو او د دغه هېواد د پوهنې له نظام سره د مالی مرستو د بهیر د اسانه کولو لپاره پر تمویل غور وکړی.

نوی تعلیمی کال د پیلیدو په حال کې دی. طالبانو د نجونو د تعلیم په اړه څه نه دی ویلی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#