د مور نړیواله ورځ؛ افغان مېرمنې له ګډوډۍ سره مخ دی
د مور نړیواله ورځ؛ افغان مېرمنې له ګډوډۍ سره مخ دی

خبرگزاری زنان افغان: نن د می ۹ مه د مور نړیواله ورځ ده. دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږی چې د افغانستان ښځې له کړکېچ سره مخ دی. د طالبانو رژیم د ښځو شخصی او ټولنیز حقونه او ازادی محدوده کړې ده. نجونې او ښځې اجازه نه لری چې ښوونځی، پوهنتون، د کار […]

خبرگزاری زنان افغان: نن د می ۹ مه د مور نړیواله ورځ ده. دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږی چې د افغانستان ښځې له کړکېچ سره مخ دی. د طالبانو رژیم د ښځو شخصی او ټولنیز حقونه او ازادی محدوده کړې ده. نجونې او ښځې اجازه نه لری چې ښوونځی، پوهنتون، د کار ځای، تفریحی پارکونو، عامه حمامونو او سپورت کلبونو ته لاړ شی. بیا هم ښځې له شرعی محرم پرته یوازې سفر نشی کولای.

وروسته له هغه چې طالبانو د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه، د کم عمره او جبری ودونه او د زده کوونکو ذهنی ستونزې زیاتې شوې دی. هغه ښځې چې د خپلو اساسی او شرعی حقونو د ترلاسه کولو په موخه یې د طالبانو پر ضد لاریونونه کړی، د دغې ډلې له خوا وهل شوی، تعقیب او بندیان شوی دی.

پر افغان ښځو د بندیزونو لګولو د اسلامی او غیر اسلامی هېوادونو د بنسټونو غبرګونونه پارولی دی. خو طالبان د دغو هېوادونو هیلو ته هیڅ پام نه کوی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د محدودیتونو لړۍ نوره هم پراخوی.

له افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو له وتلو وروسته او طالبانو په ۱۴۰۰ میلادی کال کې د اسد په میاشت کې د دغه هېواد واک تر لاسه کړ، دغه ډله هڅه کوی چې پر ښځو بندیزونه ولګوی. سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې د دوی رژیم به د خپلې لومړۍ دورې په پرتله ډېر نرم کړی، خو د هېواد له واک ته رسېدو وروسته دغې ډلې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې د ښځو او نجونو پر مخ وتړلې.

اوس مهال له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځی ته نه شی تلای. د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې د افغانستان په ځینو برخو کې یوازې څو ښوونځی له شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو پر مخ پرانیستل شول چې وروسته ټول وتړل شول. کله چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پوهنتونونو ته د ښځینه محصلینو پر ننوتلو بندیز ولګاوه، له دې پرېکړې یوه ورځ وروسته د پوهنتونونو په دروازو کې وسله وال طالبان راڅرګند شول او نجونو ته یې پوهنتونونو ته د ننوتو اجازه ورنکړه.

د پوهنتونونو یو شمېر استادان په دې باور دی، چې د افغان نجونو پر زده کړو بندیز به د مسلکی کارکوونکو د کمښت لامل شی، چې د پوهنې، ټولنې او اقتصاد په برخه کې به نه جبرانېدونکې پایلې ولری.

د نورو محدودیتونو ترڅنګ، طالبانو د ښځو پر ورزش هم بندیز لګولی دی. ځینو ښځینه ورزشکارانو د دې وضعیت د اعتراض لپاره د رسنیو د کمرو په وړاندې د چادر اغوستلو سمبولیک اقدام کړی دی.

ډیری افغان میرمنو د طالبانو له خوا د خپلو حقونو له اخیستلو ډډه کړې ده. دغو ښځو د طالبانو ضد شعارونو سره واټونو ته راووتل او د وهلو، نیولو او شکنجو له خطر سره مخامخ شول.

خبرگزاری زنان افغان