د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو کاری کمیټه ویلی’ که ملاهبت الله راضی شی ښوونځی به د نجونو پر مخ خلاص وی
د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو کاری کمیټه ویلی’ که ملاهبت الله راضی شی ښوونځی به د نجونو پر مخ خلاص وی

د طالبانو حکومت ویلی چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه یوې کمېټې خپلې څېړنې بشپړې کړی او پایلې یې کندهار ته د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله په مشرۍ استولی دی. دا کمېټه د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه له غبرګونونو وروسته جوړه شوې […]

د طالبانو حکومت ویلی چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه یوې کمېټې خپلې څېړنې بشپړې کړی او پایلې یې کندهار ته د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله په مشرۍ استولی دی.

دا کمېټه د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه له غبرګونونو وروسته جوړه شوې وه او په دې وروستیو کې یې اعلان کړی چې ملاهبت الله ته یې وروستی پلان سپارلی او که هغه موافقه وکړی نو ښوونځی به د نجونو پر مخ پرانېزی.

د دې کمیټې مشری د طالبانو د مشر قاضی القضات مولوی عبدالحکیم په غاړه ده او د طالبانو ، پوهنې، حج او اوقافو وزیران هم په کې شامل دی.

یوې سرچینې رسنیو ته ویلی، تر اوسه د دې وړاندیز په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې او که مشرتابه وغواړی، د ښوونځی ستونزه به هواره کړی.

د بخښنې نړیوال سازمان په دې وروستیو کې ویلی چې د ښځو د ازادۍ په اړه د طالبانو پالیسی له پامه غورځول شوې ده.

دغه سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې له طالبانو سره په خبرو کې دې د دوی په ژمنو کې عمل نه کوی او د نجونو د تعلیم لپاره دې سره کرښه وټاکی.

د طالبانو له واکمنۍ نږدې یوولس میاشتې وروسته لا هم د شپږم ټولګی نجونې له زده کړو بې برخې دی او طالبان په سیمه او نړۍ کې د یوې منزوی ډلې په توګه پاتې شوی دی.