د نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیت؛ یونیسف خپل تعلیمی ادارې پراخوی
د نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیت؛ یونیسف خپل تعلیمی ادارې پراخوی

خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق (یونیسف) وایی چې په ټول افغانستان کې د خپلو روزنیزو ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته رسوی. یونیسف په یوه ټویټ کې لیکلی چې په بامیانو کې یې ۴۶۶ ټولګی جوړ کړی او ۹۴۹۹ ماشومان په دې ټولګیو کې زده کړې کوی.او همداسی په نور ولایتونو […]

خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق (یونیسف) وایی چې په ټول افغانستان کې د خپلو روزنیزو ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته رسوی.

یونیسف په یوه ټویټ کې لیکلی چې په بامیانو کې یې ۴۶۶ ټولګی جوړ کړی او ۹۴۹۹ ماشومان په دې ټولګیو کې زده کړې کوی.او همداسی په نور ولایتونو کې هم درسی ټولګی جوړه وی.

په افغانستان کې یو شمېر نورو مرستندویه موسسو هم د پوهنې له سکتور سره مرسته کړې او تعلیمی ادارې یې جوړې کړې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ له مهاله په افغانستان کې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع شوې دی.

دغې ډلې په وار وار ټینګار کړی چې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمی نه دی او دوی ته به اجازه ورکړل شی چې له شرعی چاپیریال سره سم ښوونځی ته ولاړ شی.

خبرگزاری زنان افغان