خبرگزاری زنان افغان: د پولیو واکسین کمپاین به نن “دوشنبه د ثور ۲۵مه” د کندهار په شمول د هېواد د ۲۳ ولایتونو په ۲۱۷ ولسوالیو کې پیل شی. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، دغه کمپاین به درې ورځې دوام وکړی او په ترڅ کې به یې ۶،۴ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره […]
خبرگزاری زنان افغان: د پولیو واکسین کمپاین به نن “دوشنبه د ثور ۲۵مه” د کندهار په شمول د هېواد د ۲۳ ولایتونو په ۲۱۷ ولسوالیو کې پیل شی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، دغه کمپاین به درې ورځې دوام وکړی او په ترڅ کې به یې ۶،۴ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شی.
سږ کال د هېواد په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په بټی کوټ ولسوالۍ کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
تېر کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې په کونړ او پکتیا ولایتونو کې ثبت شوې وې. دا شمېره په افغانستان کې د پولیو تر ټولو کمې پېښې ثبت شوې دی.
په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین په داسې حال کې پیلېږی، چې تر اوسه په هېواد کې د دې ناروغۍ د ناروغانو کره شمېره نه ده وړاندې شوې. د پراخې بې وزلۍ، اقلیمی ستونزو، صحی او صحی خوړو ته د نه لاسرسی او په یو شمېر سیمو کې د ماشومانو د واکسین نه کېدو له امله په هېواد کې د ګوزڼ ناروغی دوام لری.
په تېر کې د جګړې له امله په یو شمېر ولایتونو کې د واکسین کمپاین نه و پلی شوی.
خبرگزاری زنان افغان