د ښځو د حقونو فعاله شبکه: د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل یو تاریخی شرم دی
د ښځو د حقونو فعاله شبکه: د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل یو تاریخی شرم دی

خبرگزاری زنان افغان: د ښځو د حقونو ۲۵ فعالو شبکو او ۱۴۹ مدنی فعالانو په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د تړلو په تړاو اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت دغه پرېکړه یو تاریخی سپکاوی او له اسلامی لارښوونو سره په ټکر کې دی. دغو شبکو د یوې […]

خبرگزاری زنان افغان: د ښځو د حقونو ۲۵ فعالو شبکو او ۱۴۹ مدنی فعالانو په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د تړلو په تړاو اعلان وکړ چې د سرپرست حکومت دغه پرېکړه یو تاریخی سپکاوی او له اسلامی لارښوونو سره په ټکر کې دی.

دغو شبکو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د نجونو د زده کړې په اړه د اوسنی حکومت وروستۍ پرېکړې په ٢١مه پېړۍ کې “تاریخی ذلت” بللی او د اسلامی ارشاداتو خلاف یې بولی.

په ټینګار سره ویل شوی دی: «ښوونې او روزنې ته د نجونو د لاسرسی د حق د مدافعینو او مدافعانو د یوې شبکې په توګه، موږ د ملګرو ملتونو د نړۍ له مشرانو، متحدینو او نړیوالو سازمانونو څخه غواړو چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره همغږی او زړور اقدام وکړی. ”

دوی زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید له ښځو او نجونو سره پر خپلو شل کلنو ژمنو ودرېږی او پرې نه ږدی چې د تېرو دوو لسیزو تعلیمی پرمختګونه ضایع شی.

د اعلامیې په یوه برخه کې له اسلامی هېوادونو، د اسلامی همکاریو سازمان او د سیمې له فعالانو د جدی مداخلې غوښتنه شوې، څو پر افغان حکومت فشار زیات کړی، څو د افغان نجونو او ښځو پر زده کړو او کار کولو بندیز لرې کړی.

دغو شبکو زیاته کړې، چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د سرپرست حکومت محدودیتونو، د هغوی له ازادۍ څخه محرومیت او جنسیتی تبعیض ټولنه له یوه بشری ناورین سره مخ کړې ده.

په وروستۍ اعلامیه کې ویل شوی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو سره افغان حکومت ظاهراً په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو هوډ نه لری.

دا په داسې حال کې ده، چې ۵۵۱ ورځې تېرې شوې، چې سرپرست حکومت له شپږم ټولګی پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړی او د نجونو لپاره د پوهنتونونو له تړل کېدو نږدې درې میاشتې تېرې شوې دی.

خو ښځې عامه حمامونو، تفریحی پارکونو، جمنازیومونو ته له تګ، د نارینه ډاکټرانو له درملنې، په کورنیو او بهرنیو موسسو کې له کار کولو او د خصوصی پوهنتون د داخلې په ازموینو کې له ګډون څخه منع دی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#