خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو پراختیایی اداره وایی، د جاپان او د بشری مرستو د صندوق په مالی مرسته یې له ۳۴ زره کوچنیو کاروبارونو سره مرسته کړې، چې ۸۰ سلنه یې ښځې دی. د ملګرو ملتونو پراختیایی دفتر د دې مرستې د لګښت اندازه او د چمتو کولو مهال ویش نه دی په […]
خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو پراختیایی اداره وایی، د جاپان او د بشری مرستو د صندوق په مالی مرسته یې له ۳۴ زره کوچنیو کاروبارونو سره مرسته کړې، چې ۸۰ سلنه یې ښځې دی.
د ملګرو ملتونو پراختیایی دفتر د دې مرستې د لګښت اندازه او د چمتو کولو مهال ویش نه دی په ډاګه کړی.
دغه دفتر نن “چهارشنبه د ثور په ۲۷مه” په خپل ټویټ کې لیکلی: “شازیه یو کوچنی هټۍ جوړه کړې ترڅو محلی میرمنو ته محصولات وړاندې کړی چې بازار ته د رسیدو توان نلری، د ژوند د اسانه کولو او د سیمې له اقتصاد سره د مرستې په موخه یو کوچنی هټۍ جوړه کړې ده.”
اوس مهال د ښځو کار او کاروبار د طالبانو له خوا له محدودیتونو سره مخ دی.
د دغې ډلې له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د ښځو پانګونه او سوداګرۍ له ټکنۍ سره مخ ده.
خبرگزاری زنان افغان