د ښځو پر وړاندې محدودیت؛ د جی-۷ ډلې د طالبانو له وروستیو پرېکړو سره مخالفت څرګند کړ
د ښځو پر وړاندې محدودیت؛ د جی-۷ ډلې د طالبانو له وروستیو پرېکړو سره مخالفت څرګند کړ

خبرگزاری زنان افغان: د نړۍ د اوو سترو اقتصادی هېوادونو (جی-۷) د بهرنیو چارو وزیرانو د «افغانستان او منځنۍ اسیا» تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې د افغانانو پر بشری حقونو او بنسټیزو ازادیو د طالبانو له زیاتېدونکو بندیزونو سره سخت مخالفت څرګند کړ. په ځانګړې توګه ښځې او نجونې. د جاپان د بهرنیو […]

خبرگزاری زنان افغان: د نړۍ د اوو سترو اقتصادی هېوادونو (جی-۷) د بهرنیو چارو وزیرانو د «افغانستان او منځنۍ اسیا» تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې د افغانانو پر بشری حقونو او بنسټیزو ازادیو د طالبانو له زیاتېدونکو بندیزونو سره سخت مخالفت څرګند کړ. په ځانګړې توګه ښځې او نجونې.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د “حمل ۲۸مه” د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر هایشی یوشیماسا په افغانستان کې د بشری حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه خپله جدی اندېښنه څرګنده کړه.

هغه د طالبانو وروستۍ پرېکړې په کلکه غندلې، چې په کې د بشری حقونو په ځانګړی ډول د ښځو پر حقونو د بندیزونو لګول شامل دی.

هایشی له طالبانو سره د پرله پسې او مستقیمو اړیکو پر اړتیا او په ورته وخت کې د افغانستان له خلکو سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د دې اعلان د معلوماتو پر بنسټ، د جی-۷ ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلی چې دوی باید طالبانو ته یو واحد پیغام واستوی چې افغانستان د “ترهګرو په خوندی ځاله” بدل نه شی.

د دوی په وینا، طالبان باید بشردوستانه کارکونکو ته بې له کوم خنډه لاس رسی ورکړی، څو دوی پر اړمنو کسانو مرستې وویشی.

په همدې حال کې طالبانو د پرلپسې فرمانونو په صادرولو سره پر ښځو او نجونو ډېر محدودیتونه لګولی دی.

نجونې ښوونځی او پوهنتون ته له تګ څخه منع دی او ښځې په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د کار کولو اجازه نه لری.

خبرگزاری زنان افغان