د کجکی څخه تر کندهار پوری د عمومی ۱۱۰KV نوی لین غځولو چارو څخه د کندهار حوزې د برېښنا د رئیس لیدنه:
د کجکی څخه تر کندهار پوری د عمومی ۱۱۰KV نوی لین غځولو چارو څخه د کندهار حوزې د برېښنا د رئیس لیدنه:

د کندهار حوزې د برېښنا رئیس ملامحمدحنیف حمزه د کجکی څخه تر لښکرګاه دوراهی او کندهار ښار پوری د غځېدلی ۱۱۰KV لین د نوی کولو چارو او په سنګین ولسوالۍ کی د برېښنا د سټېشنونو څخه لیدنه وکړه. د یاد غځېدلی لین چاری چی لین به د ۱۲۰mm څخه په ۱۸۵mm تبدیلیږی تېره پنج شنبه […]

د کندهار حوزې د برېښنا رئیس ملامحمدحنیف حمزه د کجکی څخه تر لښکرګاه دوراهی او کندهار ښار پوری د غځېدلی ۱۱۰KV لین د نوی کولو چارو او په سنګین ولسوالۍ کی د برېښنا د سټېشنونو څخه لیدنه وکړه.

د یاد غځېدلی لین چاری چی لین به د ۱۲۰mm څخه په ۱۸۵mm تبدیلیږی تېره پنج شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ نېټه شروع سوی وې.

د لین غځونی چارو د جریان او پر مختګ په اړه د افغانستان برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ رئیس ښاغلی انجنیر عبدالاحد بارګزی او کندهار برېښنا عملیاتی معاون انجنیر امیرمحمد ښاغلی حمزه صاحب ته معلومات ورکړل او ویې ویل د کار د شروع څخه تر نن ورځی پوری ۹۷ فاصلې لین غځول سوی، چی ۸۰ فاصلې لین د ټولو تجهیزاتو سره غځېدلی او بسته سوی دی او ۱۷ فاصلې لین غځول سوی او پر انسلېرونو یې د بسته کولو چاری جریان لری.

ښاغلی حمزه صاحب د کار پرګړندیتوب خوښی وښوده او د تجهیزاتو، وسایلو او وسایطو په اړه یې ډاډ ورکړ، چی د کمبود په صورت کی به په لنډ کی درته رسول کیږی، خو کار باید د ټولو تخنیکی اوصولو سره سم او همداسی ګرندی جریان پیدا کړی.

همدارنګه ښاغلی همزه صاحب د سنګین برېښنا آمریت او ساروان کلا سټېشن څخه هم لیدنه وکړه، د سنګین برېښنا آمریت مسؤلین یې خپلو وظایفو ته متوجه کړل او په ساروان کلا سټېشن کی د تجهیزاتو د ښه استعمال او ساتنی په اړه د یاد سټېشن مسؤلینو ته لارښوونی وکړې.

د ساروان کلا سټېشن په محوط کی یې د اوبو د هغی ویالې د کانګریټ او پخولو چاری هم د برېښنا شرکت په مالی لګښت جریان درلودی، چی ددې سټېشن په یوه برخه کی تیریږی، د یادی ویالې په اساسی جوړولو سره به د سټېشن د برېښنایی تجهزاتو د پونډېشنونو د تخریب او رطوبت څخه مخنیوی سوی وی.