د کندهار د روغتیایی علومو د انستیتوت استادان او ښځینه محصلین بیرته خپلو دندو او زده کړو ته ستانه سوی دی
د کندهار د روغتیایی علومو د انستیتوت استادان او ښځینه محصلین بیرته خپلو دندو او زده کړو ته ستانه سوی دی

خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت کې سرچینه وایی، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د کندهار د روغتیایی علومو د انستیتوت له ټولو استادانو او ښځینه محصلینو غوښتی، چې خپلو کارونو او ټولګیو ته راپور ورکړی. یادې سرچینې نن “چهارشنبه د جوزا درېیمه” خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې د کندهار ولایت […]

خبرگزاری زنان افغان: په کندهار ولایت کې سرچینه وایی، د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د کندهار د روغتیایی علومو د انستیتوت له ټولو استادانو او ښځینه محصلینو غوښتی، چې خپلو کارونو او ټولګیو ته راپور ورکړی.

یادې سرچینې نن “چهارشنبه د جوزا درېیمه” خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې د کندهار ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره یې تر یوې ګډې غونډې وروسته په تېرو څو ورځو کې د روغتیایی علومو د انسټیټیوټ ښځینه استادانو او محصلینو په دندو ګومارلی او زده کړې یې کړې دی.

د سرچینې په وینا، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د عامې روغتیا د علومو انسټیټیوټ یوازې ښځینه استادانې او محصلین به خپلو دندو او ټولګیو ته ستنېږی، خو په خصوصی روغتیایی موسسو کې د کار او زده کړو لپاره د مېرمنو د راستنېدو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د معلوماتو له مخې، د کندهار د روغتیایی علومو په دولتی انسټیټیوټ کې د قابله ګۍ، نرسنګ، اروا پوهنې او غاښونو په څانګو کې ښځینه زده کوونکی روزل کېږی.

خو د کندهار ولایت د عامی روغتیا ریاست چارواکو خبریالانو ته وویل چی تر دې مهاله خصوصی روغتیایی موسسو ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړل سوې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو او انسټیټیوټونو په ګډون ټول دولتی او خصوصی تعلیمی مرکزونه د ښځینه محصلینو پر مخ تړلی وو.

دغه راز له نږدې دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځی ته د تګ اجازه نه لری.

سربیره پردې، ښځې د سپورت کلبونو، رستورانتونو، عامه حمامونو، د نارینه ډاکټرانو لخوا معاینه، د محرم پرته سفر او په کورنیو او نړیوالو غیر دولتی موسسو کې د کار کولو څخه منع دی.

د سرپرست حکومت غړی تل د خپلو کړنو توجیه کوی او وایی چې چاپیریال د نجونو زده کوونکو لپاره مناسب نه دی، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې د تعلیمی ادارو دروازې به کله د نجونو پر مخ پرانیستل شی.

خبرگزاری زنان افغان