د کندهار محصلینې: موږ د حجاب په ګډون ټول شرایط عملی کړی
د کندهار محصلینې: موږ د حجاب په ګډون ټول شرایط عملی کړی

په کندهار کې د پوهنتونونو محصلینو د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست، ندامحمد ندیم د مرکې په ځواب کې ویلی، چې دوی د اسلامی امارت لخوا د حجاب په ګډون ټول شرایط پر ځان عملی کړی، خو بیا هم له پوهنتونونو منع شوې دی. دغو محصلینو خبرگزاری زنان افغانستان ته ویلی، چې د اسلامی امارت […]

په کندهار کې د پوهنتونونو محصلینو د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست، ندامحمد ندیم د مرکې په ځواب کې ویلی، چې دوی د اسلامی امارت لخوا د حجاب په ګډون ټول شرایط پر ځان عملی کړی، خو بیا هم له پوهنتونونو منع شوې دی.

دغو محصلینو خبرگزاری زنان افغانستان ته ویلی، چې د اسلامی امارت دې پرېکړې سختې ځورولې او غوښتنه یې کړې چې د دوی پر مخ دې بېرته د پوهنتونونو دروازې پرانیستل شی.

دغو محصلینو ډاډ ورکړی چې دوی د اسلامی امارت هر ډول شرایط او محدودیتونه منلی شی، خو د زده‌کړو حق دې نه ترې اخیستل کېږی.

څو ورځې وړاندې د اسلامی امارت د لوړو زده‌کړو سرپرست، ندا محمد ندیم په یوه مرکه کې وویل چې د څوارلسو میاشتو په تېرېدو سره په پوهنتونونو کې د دوی غوښتنې نه وې منل شوې او ځکه یې دا پرېکړه کړې ده.

د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پرېکړې په کور دننه او نړیوال غبرګونونه پارولی او ګڼو اسلامی هېوادونو د دې پرېکړې د ژر تر ژره بدلولو ټینګار کړی دی.

خبرگزاری زنان افغانستان