د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوه ماشومان وژلی دی
د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوه ماشومان وژلی دی

خبرگزاری زنان افغان: کندهار کې د طالبانو امنیتی مسوولین وایی، د دغه ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او بل یې ټپی کړی دی. مسوولین زیاتوی، یاده چادونه پرون “دوشنبه، ۲۱ د حمل” له غرمې وروسته د ارغنداب په «سرشوهین» کلی کې رامنځته شوې ده. د دوی په وینا، دغه ماین له […]

خبرگزاری زنان افغان: کندهار کې د طالبانو امنیتی مسوولین وایی، د دغه ولایت ارغنداب ولسوالۍ کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او بل یې ټپی کړی دی.

مسوولین زیاتوی، یاده چادونه پرون “دوشنبه، ۲۱ د حمل” له غرمې وروسته د ارغنداب په «سرشوهین» کلی کې رامنځته شوې ده.

د دوی په وینا، دغه ماین له پخوانیو جګړو څخه پاتې و، چې د چاودېدو په پایله کې یې یو کوچنی هلک وژل شوی او بل ټپی دی.

دوی وویل، چې ټپی ماشوم د کندهار میرویس حوزوی روغتون کې تر درملنې لاندې او ډاکټرانو یې روغتیایی وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د تېرو جګړو له امله یې ډیره ځمکه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه شوې ده.

د سره سلیب نړیوالې کمېتې د معلوماتو له مخې چې یوازې د تېرکال پرمهال د افغانستان دننه ۹۹۵ تنه د ماین چاودنو پرمهال مړه او ټپیان شوی دی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#