د کندهار د شعر او لیکوالۍ په کورس کی د ښځینه زده کوونکو نه شتون٠
د کندهار د شعر او لیکوالۍ په کورس کی د ښځینه زده کوونکو نه شتون٠

څه موده وړاندی د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست د شعر او لیکوالۍ د مینه والو په غوښتنه د شعر او لیکوالۍ د کورس له پاره نوم لیکنه شروع کړل. د روانی اوونۍ په پیل کی په اطلاعات او فرهنګ ریاست کی یاد کورس شروع سو او دوې میاشتی به دوام ولری. د یادونى وړ […]

څه موده وړاندی د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست د شعر او لیکوالۍ د مینه والو په غوښتنه د شعر او لیکوالۍ د کورس له پاره نوم لیکنه شروع کړل.
د روانی اوونۍ په پیل کی په اطلاعات او فرهنګ ریاست کی یاد کورس شروع سو او دوې میاشتی به دوام ولری.
د یادونى وړ دى لکه څرنګه چی لیدل کیژى په دا کورس کی ښځینه زده کوونکى شتون نلرى، خو مخکی په یاد کورسونو کى تر نیمایى ښځینه زده کوونکى موجوده وى، خو اوس د یاد پروګرامونو څخه تول ښځینه محرومه سوی دى٠
د یاد کورس ښوونکی وایی، چی د روانی اوونۍ په جریان کی هم زده کوونکی منی، مینه وال کولای سی د هنر او فرهنګ په امریت کی نوم لیکنه وکړی.
خو په یاد کورس کی د ښځینه زده کوونکو په اره هیڅ خبره نه ده سوى٠
یاد کورس په اوونۍ کی درې ورځی دئ، دوې میاشتی دوام کوی او د کورس په اخره کی اسناد هم ورکول کیږی.

“فضیله عزیزی کندهار”