روزا اوتنبایووا: د افغان ښځو پر کار بندیز لرې کولو لپاره باید یوه مناسبه حل لاره ولټول شی
روزا اوتنبایووا: د افغان ښځو پر کار بندیز لرې کولو لپاره باید یوه مناسبه حل لاره ولټول شی

خبرگزاری زنان افغان: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت له چارواکو سره په کتنه کې وویل چې په حکومت او د ښځو پر کار د بندیزونو د لیرې کولو لپاره باید یوه مناسبه حل لاره ولټول شی. مېرمن اوتنبایووا وویل: […]

خبرگزاری زنان افغان: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت له چارواکو سره په کتنه کې وویل چې په حکومت او د ښځو پر کار د بندیزونو د لیرې کولو لپاره باید یوه مناسبه حل لاره ولټول شی.

مېرمن اوتنبایووا وویل: د فواید عامې وزارت مسلکی معین شیخ محمد فقیر سره یې په لیدنه کې په دولتی او غیر دولتی ادارو کې د ښځو د کار د څرنګوالی په اړه بحث او خبرې وکړې.

دغه راز شیخ محمد فقیر روضې اوتنبایوا ته وویل چې هر هېواد خپل کلتور او قوانین لری او افغان حکومت هم هڅه کوی چې د شته کلتور او قوانینو په رڼا کې په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړی.

خو د افغانستان د طالبان حکومت د فواید عامې وزارت په خپل ټویټر کې اعلان کړی چې د دغه وزارت مسلکی مرستیال له مېرمن اوتنیوا سره کتلی دی.

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پلاوی دفتر تراوسه له دې طالبانو حکومتی چارواکی سره د اوتنبایووا د کتنې او خبرو په اړه څه نه دی ویلی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان د واک تر اخیستو وروسته طالبانو حکومت ښځې او نجونې له ټولنې لیرې کړې او پر هغوی یې سخت بندیزونه لګولی دی.

په افغانستان کې له ۶۰۰ ورځو راهیسې طالبانو حکومت له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړې دی.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت هم په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

همدارنګه ښځې او نجونې په کورنیو او نړیوالو غیردولتی دفترونو کې له کار کولو منع دی.

خبرگزاری زنان افغان