رینا امیری: د افغان نجونو د تعلیم خوبونه له خاورو سره خاورې شول
رینا امیری: د افغان نجونو د تعلیم خوبونه له خاورو سره خاورې شول

خبرگزاری زنان افغان: د افغان ښځو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری وایی، سږ کال د افغان نجونو او ښځو خوبونه د خاورو سره خاوری شوی او له زده کړو یې په اوښکو لاس اخیستی دی. مېرمن امیری دغه موضوع پرون “پنجشنبه د حمل په ۳مه” په یوه ټویټ کې مطرح […]

خبرگزاری زنان افغان: د افغان ښځو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری وایی، سږ کال د افغان نجونو او ښځو خوبونه د خاورو سره خاوری شوی او له زده کړو یې په اوښکو لاس اخیستی دی.

مېرمن امیری دغه موضوع پرون “پنجشنبه د حمل په ۳مه” په یوه ټویټ کې مطرح کړه.

هغه ټینګار وکړ چې د سرپرست حکومت له ډېرو ژمنو سره سره لا هم د ښوونځیو دروازې تړلې دی.

د پوهنې وزارت د نوی تعلیمی کال په رارسیدو سره لا هم د ښوونځیو دروازې تر شپږم ټولګی پورې د نجونو پر مخ تړلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څه باندې ۵۵١ ورځې تېرې شوې، چې په افغانستان کې منځنی او لېسې ښوونځی د نجونو پر مخ تړل شوی او د ښځینه زده کوونکو برخلیک لا هم نه دی روښانه شوی.

ښځې او انجونې اجازه نه لری چې په کورنیو او نړیوالو موسسو کې کار وکړی او په پوهنتونونو کې زده کړې وکړی.

ښځې عامه حمامونو، تفریحی پارکونو، جمنازیومونو ته له تګ، د نارینه ډاکټرانو له خوا د درملنې او د خصوصی پوهنتون د داخلې په ازموینو کې له ګډون څخه منع دی.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#