رینا امیری: له طالبانو سره د خلکو د حقونو له درناوی پرته اړیکې نه شی عادی کېداى
رینا امیری: له طالبانو سره د خلکو د حقونو له درناوی پرته اړیکې نه شی عادی کېداى

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې د ښځو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری د طالبانو د رسمیت‌ پېژندلو په اړه د اندیښنو په ځواب کې وویل چې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته له درناوی پرته به له دې ډلې سره اړیکې عادی نه شی. اغلې امیری […]

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې د ښځو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری د طالبانو د رسمیت‌ پېژندلو په اړه د اندیښنو په ځواب کې وویل چې د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته له درناوی پرته به له دې ډلې سره اړیکې عادی نه شی.

اغلې امیری دا موضوع نن “سه شنبه، ثور ۵مه” په یوه ټوېټ کې راپورته کړې او ویلی یې دی چې هغې ته داسې پیغامونه رسېدلی چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو اندېښنه ښیی.

هغه لیکلی: “زموږ دریځ روښانه دی. “د ټولو افغانانو په تېره بیا د ښځو حقونو ته له درناوی پرته به له طالبانو سره اړیکې عادی نه شی.”

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاتل ​​هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشی د مرستیالې امینه محمد څرګندونو ته غبرګون ښودلی و او ویلی یې وو چې په دې اړه هر ډول خبرې د منلو وړ نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې امینه محمد څو ورځې وړاندې د امریکا په پرنسټن پوهنتون کې په یوه غونډه کې ویلی وو چې ملګری ملتونه په پام کې لری چې په راتلونکو ورځو کې یوه غونډه جوړه کړی چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو په اړه خبرې وکړی څو د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شی.

د نوموړی دغه څرګندونې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې او ځینو په افغانستان کې هغه له طالبانو سره په لابی کولو تورن کړ. خو د ملګرو ملتونو ویاند له طالبانو سره د دغه سازمان د لابی کولو خبره رد کړه.

خبرگزاری زنان افغان