رینا امیری: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتی عادی کول په هر ځای کې د ښځو حقونه له خطر سره مخامخ کوی
رینا امیری: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتی عادی کول په هر ځای کې د ښځو حقونه له خطر سره مخامخ کوی

خبرگزاری زنان افغان: د افغانستان لپاره د ښځو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری د سرپرست حکومت له خوا پر ښځو او نجونو د زیاتېدونکو محدودیتونو په غبرګون کې وایی چې د اوسنۍ ادارې له خوا د ښځو پر وړاندې د زور زیاتی په عادی کولو سره خطرناکه سابقه جوړه شوې […]

خبرگزاری زنان افغان: د افغانستان لپاره د ښځو او بشری حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری د سرپرست حکومت له خوا پر ښځو او نجونو د زیاتېدونکو محدودیتونو په غبرګون کې وایی چې د اوسنۍ ادارې له خوا د ښځو پر وړاندې د زور زیاتی په عادی کولو سره خطرناکه سابقه جوړه شوې او د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږی. په هر ځای کې په خطر کې دی.

مېرمن امیری تېره شپه “چهارشنبه د جوزا ۱۷مه” په یوه ټوېټ کې لیکلی چې هغې د ښځو، سولې او امنیت شبکې په غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه: “لکه څنګه چې ما ټینګار کړی، هغه کسان چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت له خوا د ښځو په وړاندې سیستماتیک ظلمونه عادی کوی، یو خطرناک مثال جوړوی او په هر ځای کې د ښځو حقونه له خطر سره مخامخ کوی.”

په همدې حال کې مېرمن امیری په دې اړه غبرګون ښیی چې سرپرست حکومت هره ورځ د یوه نوی فرمان په صادرولو سره پر ښځو او نجونو بندیزونه زیات کړی دی. اوس مهال ښځې او نجونې د روغتیا له ریاست پرته د کورنیو او نړیوالو ادارو په نورو څانګو کې د کار اجازه نه لری.

خبرگزاری زنان افغان