زابل کې د طالبانو والی: د پخوانی حکومت ټول کارکوونکی له دندو شړم
زابل کې د طالبانو والی: د پخوانی حکومت ټول کارکوونکی له دندو شړم

په زابل کې د طالب سرپرست حکومت والی وایی، چې د پخوانی حکومت ټول کارکوونکی له دندو ګوښه کوی. زابل کې یوې سیمه ییزې سرچینې خبر گزاری زنان افغانستان ته وویل، په دغه ولایت کې د طالبانو والی ملا بسم الله عبدالله په یوې ناستې کې د خبرو پر مهال ویلی، چې د مخکینی حکومت […]

په زابل کې د طالب سرپرست حکومت والی وایی، چې د پخوانی حکومت ټول کارکوونکی له دندو ګوښه کوی.
زابل کې یوې سیمه ییزې سرچینې خبر گزاری زنان افغانستان ته وویل، په دغه ولایت کې د طالبانو والی ملا بسم الله عبدالله په یوې ناستې کې د خبرو پر مهال ویلی، چې د مخکینی حکومت ټول کارکوونکی له دندو ګوښه کوی.

سرچینه د طالب سرپرست حکومت د زابل والی له قوله وایی، چې د مخکینی حکومت ټول کارکوونکی د باور وړ نه دی او دوی په فساد کې لاس لری.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو څو ورځې مخکې په زابل ولایت کې د مخکینی حکومت نږدې ۲ سوه کارکوونکی له دندو ګوښه او په کور کینولی.