زدکوونکې:ولې د ښوونځیو د دروازو بندو ساتلو ته پلمې جوړېږی؟
زدکوونکې:ولې د ښوونځیو د دروازو بندو ساتلو ته پلمې جوړېږی؟

شااوخوا ٣٠٠ورځې وشوې چې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګی پورته ښوونځی تړل شوی زدکوونکې وایی دا یوازې بهانې جوړل دی. مریم چې د ننګرهار ولایت په یو دولتی ښوونځی کې د یوولسم ټولګی زدکوونکې ده وایی(نه پوهېږم چې په کومه موخه طالبانو د نجونو ښوونځی تړلی دی؟ شااوخوا لس میاشتې وشوې چې د نجونو […]

شااوخوا ٣٠٠ورځې وشوې چې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګی پورته ښوونځی تړل شوی زدکوونکې وایی دا یوازې بهانې جوړل دی.

مریم چې د ننګرهار ولایت په یو دولتی ښوونځی کې د یوولسم ټولګی زدکوونکې ده وایی(نه پوهېږم چې په کومه موخه طالبانو د نجونو ښوونځی تړلی دی؟
شااوخوا لس میاشتې وشوې چې د نجونو ښوونځی تړل شوی دوى وایی په یوه طرحه کار کوی چې له مخې یې د نجونو ښوونځی خلاص شی خو تراوسه د نجونو ښوونځی پرانستل شوی نه دی نه پوهېږم دوى ولې داسې کوی؟

هغه له طالبانو غواړی چې له شپږم ټولګی پورته د نجونو دښوونځیو دروازې پرانیزی ترڅو خپلو هیلو ته ورسېږی.

نورزیه چې د ننګرهار ولایت په دولتی ښوونځی کې یې یولسم ټولګی کې درس ویل ناهیلې شوې او وایی(زه د مکتب درسونو،استادانو او ټولو همصنفیانو پسې سخته خفه یم،هرڅومره مطالعه وکړم،ځانته ډاډ ورکړم خو نه کېږی هیلې مې وژل شوی،لکه له ما چې وزرې پرې شوې داسې بې حسه شوې یم ،له طالبان څخه غواړم چې ژر ترژره د نجونو ښوونځی پرانیزی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستال شیرمحمد عباس ستانکزی نن یکشنبه په کابل کې یوې غونډې ته وویل
چې “اسلامی امارت” په افغانستان کې تعلیم او تربیې ته ژمن دی او په ټول هیواد کې به پوهنتونونه او ښوونځی د نارینوو او ښځو پر مخ پرانیستی وی.

هغه وویل هڅې روانې دې چې د ځینو تخنیکی ستونزو تر هواری وروسته په ټول هیواد کې د نجونو ښوونځی پرانیستل شی.
هغه زده کړه د هر فرد طبیعی حق او شرعی حق وباله او زیاته یې کړه
“دا پر موږ لازمه ده چې د دې ملک هر فرد ته که هغه نر دی او که ښځه ده،د تعلیم زمینه براره کړو ، علماء کرامو فتوا صادره کړې ده، علم پر نر او ښځه باندې فرض ده. موږ باید داسې یوه جامعه جوړه کړو چې د علم په زېور موزینه وی.”

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیٶ او نړیوالو فشارونو باوجود هم له شپږم ټولګی څخه پورته د نجونو ښوونځی د نجونو پرمخ تړل شوی،طالبانو ویلی و چې دوى په دې اړه یوه کمیټه جوړه کړې خو لا هم معلومه نده چې د لیسې او متوسطې دورې ښوونځی به کله د نجونو پرمخ پرانستل شی.