زما یې څه که جمهوریت که امارت وی
زما یې څه که جمهوریت که امارت وی

زما له عمره یوازې دولس سپرلی تېر شوی و،ما تازه د نوې ځوانۍ په در کې قدم اېښى و،زه تازه دیارلس کلنه شوې وم. څنګه چې ډېرې انجونې ترهغې ځانته ښکلې نه وایی ما هم ځانته ښکلې نه ویل،خو د نورو انجونو له خولې مې ظاهری ځانګړنې زما غنمرګ رنګ،لوړ قد،برابر اندام تورو غټو سترګو […]

زما له عمره یوازې دولس سپرلی تېر شوی و،ما تازه د نوې ځوانۍ په در کې قدم اېښى و،زه تازه دیارلس کلنه شوې وم.
څنګه چې ډېرې انجونې ترهغې ځانته ښکلې نه وایی ما هم ځانته ښکلې نه ویل،خو د نورو انجونو له خولې مې ظاهری ځانګړنې زما غنمرګ رنګ،لوړ قد،برابر اندام تورو غټو سترګو او تورو اوږدو وېښتو یادول.هغوى ویل ته ډېره ښکلې یې.
ما به د خونې په هندارې کې تل خپله څهره لېدله زه ډېره خوشحاله وم چې زه خداى تعالى څومره ښکلې خلق کړې وم.
ما زده کړې نه وې کړې خو تل مې غوښتل د ژوند ملګرى مې یو تعلیم یافته ځوان وی. که څه هم زه دومره لویه نه وم خو ډېرو خلک زما د غوښتنې لپاره زمونږ کور ته په مرکه راتلل خو مور مې ددې لپاره ځوابول چې هغوى ډېرې پیسې نه درلودې.
مونږ ډېر غریبانه ژوند تېر کړى و له بله پلوه زما کورنۍ هیڅوک نه درلودل ځکه مورمې په دې خاطر چې په ځوانۍ کې له واده مخکې پرې چا جنسی تېرى کړى له واده وروسته ټولو خپلوانو ورسره خپلوی پرې کړې وه،پلار مې ناروغۍ راڅخه واخیست.مور مې له انزوا ستړې وه ځکه یې غوښتل ما داسې چا ته په نکاح ورکړی چې ډېرې پیسې ولری او په خپلوۍ یې نور خلک خپل کړی.
یو وخت زمونږ کور ته یوه ډله ښځې زما په مرکه راغللې خبره شوم داسې یوچاته مې غواړی چې له عمره یې ۵۰کاله تېر شوی مور مې پرته له ځنډه ورته زما دسمال ورکړ ځکه هغه د یو شخصی شرکت مالک و ډېرې پیسې یې درلودې.
ښځې په سبا راغلې ماته یې شال راپرسر کړ او مبارکی یې راکړه زه حېرانه وم ډېر زیات مې وژړل او زما خفګان ډېر وخت دوام وکړ آن د ناروغۍ په بستر پرېوتم خو خبره نه وم چې په ژوند کې مې دا د خفګان او ژړا پیل دى هو دا زما د بربادۍ پیل و…
کله چې مې نامزاد خبر شو ناروغه شوې یم زماد پوښتنې لپاره زموږ کور ته راغى. لومړى ځل و چې ما هغه او هغه زه ولېدلم زړه مې ولوېد هغه ډېر بدشکله انسان و خونې ته له ننوتو سره سم یې زما په خور”ځلا” چې ۱۱کلنه وه سترګې ولګېدې همداسې یې پکې سترګې ګنډلې وی چې مور مې په داسې حال کې چې له ډېرې خوشۍ یې په شونډو مسکا خپره وه زما په لورد لاس په اشاره وکړه وویل”دا ستا راتلونکی میرمنه ده” زماد مخ رنګ له حیا سور شو په وجود مې یوه لړزه حاکمه شو.
سړی ددې لپاره چې زما ورخطایی لرې شی لاس یې د روغبړ لپاره راواوږ کړ ویې ویل “سلام اوس دې صحت څنګه دى؟
په نیمه بنده ژبه مې وویل زه ښ…ښه، ښه یم مننه.
له هغې وروسته یې زما له مور سره ډېرې خبرې وکړې ورڅخه یې زما عمر وپوښت مورمې وویل”نایله لور مې تازه دیارلس کلنه شوې.
ویې ویل همممم عمر یې ډېر دى ما غوښتل میرمنه مې ۱۱کلنه وی خو خیر قسمت کې به مې همدا وه.
د غرمې له ډوډوۍ خوړولو وروسته زمونږ له کوره لاړ.
ددې لپاره چې زما زړه لاسته راوړی هره جمعه به یې زه چکر ته وړلم…
ورځې همداسې تېرېدلې درې میاشتې وروسته زمونږ واده تیار شو زه واده ته خوشحاله وم ځکه چې ماته مې خاوند د زرو ګاڼې کړې وې زما د واده په ورځ مې ورور زما لاس زما خاوند ته لاس کې ورکړ مبارکی یې وویله له هغې وروسته زما د خاوند زلمی زامنو زه او خاوند له لاسه ونیولو او ګلفوش موټر ته یې پورته کړو…
واده خلاص شو خاوند مې ډیر خوشحاله و،یوه اونۍ وروسته زما خاوند راغى راته یې وویل راځه تا خپلې مور کره بیایم خو فکر دې وی د زرو ګاڼې دې وانه چوې او سینګار هم ونه کړې!
ما هم ومنله ورسره ډېره ساده روانه شوم یو وخت یې کور زما د کشر تره ور ته ودراوه کشر تره مې ډېر بد اخلاقی،قمار باز او چلباز ٶ. ورته یې وویل هن واخله دا ورېره دې او زما امانت راکړه ګورم چې زما کشرې خور ځلا لاس یې زما خاوند ته ورکړ زما تره ترې دوسوه زره افغانۍ واخیستې او خاوند مې زما له خور سره لاړ.
تره مې راته په قهرجنه لهجه وویل بې شرفې ته هم د خپلې مورپشان بد فعله وختلې مور دې زمونږ نوم بد کړ اوس ته زما په لمنه تور داغ شوې بې حیا…
زه نه پوهېدم چې ګناه مې څه وه خو کله چې مې د مور کور ته لاړم مور مې ژړل ویل یې د واده په دویمه ورځ دې خاوند مونږ کره راغلى ویل یې لور دې خداى خبره څومره هلکانو سره یارنه جوړه کړې وه په مادې تاوان کړه زه دې لور نه وژنم یوازې تاته یې سپارم او بدل کې یې ماته کشره لور دې ځلا راکړه نور ته پوه شه او ستا بې حیا لور ما پېغلې سره واده کول غوښتل نه کونډې ښځې سره.
مور مې وویل دا یوه هفته یې چې درڅخه تحقیق کاوه ډېره یې ووهلې؟
ما ویل نه! د څه تحقیق دا هر څه غلط دی ما هیڅ کوم بد فعل ندى کړى نو دا خبرې له کومه شوې؟ له خاونده مې وپوښته ما هیڅ کوم غلط کار ندى کړې.
مور مې وویل:بس منکرېږه مه ستا له لاسه مې یو ځل بیا سترګې ټیټې شوې نور نه غواړم مخ دې ووینم اوس مې له مخې ورکه شه.
د کورنۍ هیڅ غړی زما په خبره باور نه کاوه.
له واده او طلاق څخه یو کال وروسته مې کشری تره مور سره خبرې وکړی او په سلا یې زه یو اتیا کلن سړی ته چې ناروغ هم و د سل زرو افغانیو په بدل کې وپلورلم چې تر ننه پورې ورسره ژوند کوم ژوند مې له کړاوونو ډک دى دکورټول کارونه زه مخ وړم زما د دوهم خاوند کورنۍ غړی ډېر زیات دی یو پر شوره کور دى هر یو راسره بده رویه کوی راته وایی ته یې پر مونږ پلورلې یې.
ما خپل ژوند بایللى ټولې هیلې بایللی،ارمانونه مې دناسم رواج،د پیسو حرص،د هوس پرستو سړیو له امله تباه او برباد شو،ما نه زده کړې کړې وی او نه مې خپل حقوق پېژندل چې ویې غواړم زه بې مهره طلاق شوم،له ځانه د دفاع حق رانه کړل شو اوس یوازې د مرګ په طمعه د ژوندستړې شپې او ورځې سبا کوم .
زما یې څه که جمهوریت که امارت وی خو زما او زما پشان د نورو انجونو حقوق د ناوړه رواجونوله امله تر پښو لاندې شوی او کېږی.
له افغانی والدینو هیله کوم ورته د عذر ځولۍ غوړوم چې په خپلو لورګانو زده کړې وکړئ تر څو خپل حقوق وپېژنی،اود ظلم پر وړاندې چوپ مه پاتې کېږئ تر څو نورې نجونې زما په شان قربانی نشی.