خبرگزاری زنان افغان: ځایی سرچینې وایی، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنې وزارت په کندهار او هلمند کې د دې ډلې تر کنټرول لاندې د پوهنې ریاستونو ته په یوه لیک کې د دغو دوو ولایتونو د تعلیمی پروژو د ځنډولو امر کړى دى. سرچینې د “یکشنبې په ورځ د حمل په ۲۷مه” […]
خبرگزاری زنان افغان: ځایی سرچینې وایی، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنې وزارت په کندهار او هلمند کې د دې ډلې تر کنټرول لاندې د پوهنې ریاستونو ته په یوه لیک کې د دغو دوو ولایتونو د تعلیمی پروژو د ځنډولو امر کړى دى.
سرچینې د “یکشنبې په ورځ د حمل په ۲۷مه” خبرگزاری زنان افغان ته د طالبانو د پوهنې وزارت مکتوب ورکړی دی.
سرچینه زیاتوی، چې په یادو تعلیمی پروژو کې سیمه ییزې ټولنې او نورې هغه پروژې هم شاملې دی، چې د یادو ولایتونو له پوهنې سره په ګډه فعالې وې.
په مکتوب کې راغلی چې د تحصیلی موسسو فعالیتونه تر هغه ځنډول کېږی چې ټاکل شوی بورډ ټولې تعلیمی پروژې وڅېړی او شخړې هوارې نه کړی.
په دغه مکتوب کې دا هم راغلی چې د دغو پروژو کارونه به تر بل خبرتیا پورې وځنډول شی.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره نږدې دوه کاله کېږی، چې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځیو ته له تلو منع شوې دی.
خبرگزاری زنان افغان