طالبان: د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو ۶۰۰ ورځې تېرې شوې او شرایط برابر نه دی
طالبان: د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو ۶۰۰ ورځې تېرې شوې او شرایط برابر نه دی

خبرگزاری زنان افغان: د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر سید حبیب الله اغا وایی، تر شپږم ټولګی پورې لوړ د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو شرایط مناسب نه دی او له همدې امله تر اوسه د نجونو ښوونځی تړلی دی. نوموړی د ثور په ۲۰مه پنجشېر ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل، […]

خبرگزاری زنان افغان: د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر سید حبیب الله اغا وایی، تر شپږم ټولګی پورې لوړ د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو شرایط مناسب نه دی او له همدې امله تر اوسه د نجونو ښوونځی تړلی دی.

نوموړی د ثور په ۲۰مه پنجشېر ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه به وروستۍ پرېکړه د دینی عالمانو له خوا کېږی.

هغه زیاته کړه: کله چې شرایط مساعد شی، د شریعت له احکامو سره سم به د ملت او علماوو د همکارۍ لاره پرانیستل شی.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره دغې ډلې د ښوونځیو دروازې تر شپږم ټولګی پورې لوړ د نجونو پر مخ تړلې دی.

تر دې مخکې د اسلامی همکاریو سازمان، د نړۍ یو شمېر هېوادونو او د بشری حقونو سازمانونو په وار وار د طالبانو دغه پرېکړه د اسلام د سپیڅلی دین خلاف بللې او د نجونو له اساسی حقونو څخه یې بې برخې بللې ده.

خبرگزاری زنان افغان