قطر او کاناډا د افغان نجونو د زده کړو پر ملاتړ ټینګار کړی
قطر او کاناډا د افغان نجونو د زده کړو پر ملاتړ ټینګار کړی

خبرگزاری زنان افغان: یو شمېر بهرنۍ رسنۍ خبر ورکوی، چې د قطر هېواد چارواکو له کاناډایی چارواکو سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر ملاتړ ټینګار کړی دی. د پنین‌ سولا عربی رسنۍ د راپور له مخې، تېره ورځ د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د نړۍوالو […]

خبرگزاری زنان افغان: یو شمېر بهرنۍ رسنۍ خبر ورکوی، چې د قطر هېواد چارواکو له کاناډایی چارواکو سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د پنین‌ سولا عربی رسنۍ د راپور له مخې، تېره ورځ د قطر په بهرنیو چارو وزارت کې د نړۍوالو همکاریو د دولت وزیرې لوله بنت راشد الخطر په دوحه کې د کاناډا د مهاجرت او کډوالو وزارت د مرستیال له سکرټرې جینیفر مکینټاایر سره لیدلی.

د خپاره شویو معلوماتو پر اساس ، دواړو خواوو د پوهنې په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو په برخه کې د افغانانو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کړې دی. خو د افغان نجونو د زده کړو په تړاو د قطری او کاناډایی چارواکو ترمنځ د خبرو نور جزیات نه دی خپاره شوی.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د روغتیا د پراختیا د طرحې او د طالبانو د یوه پلاوی او د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق د دوو پلاوو د غونډو د پایلو په اړه هم خبرې کړی دی.

قطر او کاناډا داسې مهال د افغان نجونو د زده کړو د ملاتړ پر لارو چارو خبرې کوی، چې په افغانستان کې د جاپان سفارت تېره شپه په یو لړ ټویټونو کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو پر نه پرانیستل کېدو په تړاو خواشینی څرګنده کړه.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#