ملګری ملتونه: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږی
ملګری ملتونه: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږی

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا، په نړۍ کې په هرو دریو کې یوه ښځه د فزیکی کورنی تاوتریخوالی تجربه کوی. دې ادارې د یکشنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه لیکلی چې د ښځو پر وړاندې دا تاوتریخوالی د دوی د همکارانو له خوا په قصدی ډول ترسره کیږی. ملګری […]

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا، په نړۍ کې په هرو دریو کې یوه ښځه د فزیکی کورنی تاوتریخوالی تجربه کوی.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه لیکلی چې د ښځو پر وړاندې دا تاوتریخوالی د دوی د همکارانو له خوا په قصدی ډول ترسره کیږی.

ملګری ملتونه د نجونو او ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له بشری حقونو څخه سرغړونه بولی او خبرداری ورکوی، چې ناوړه عواقب لری او ښایی د مرګ لامل شی.

ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د نجونو او ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د پایلو په اړه دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږی چې د بشری حقونو سازمانونو افغانستان په نړۍ کې د نجونو او ښځو لپاره تر ټولو ګواښونکی هېواد بللی دی.

دوی د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوی محدودیتونو ته اشاره کوی، چې له مخې یې دوی ښوونځی او پوهنتون ته نه شی تلای، دوی ته د کار اجازه نه ورکول کېږی، په سیاسی او ټولنیزو فعالیتونو کې له ګډون څخه منع دی او داسې نور شته. یو شمیر نور محدودیتونه چې ښیې افغان نجونې او میرمنې په ډیر بد حالت کې دی.

بشری حقونه، په ځانګړې توګه په افغانستان کې له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند، دا مهال د نړیوالو بحثونو د اجنډا یو له لومړنیو مسلو څخه دی.

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږی چې د بشری حقونو سازمانونو افغانستان د نجونو او ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد بللی دی.

خبرگزاری زنان افغان