ملګری ملتونه: په افغانستان کې د بهرنیو موسسو پر تعلیمی فعالیت بندیز یو «وحشتناکه» ګام دی
ملګری ملتونه: په افغانستان کې د بهرنیو موسسو پر تعلیمی فعالیت بندیز یو «وحشتناکه» ګام دی

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې د بهرنیو تعلیمی موسسو پر فعالیتونو د بندیز په اړه له غبرګونونو وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشی انتونیو ګوتریش ویاند سټیفن دوجاریک ویلی، د دغو بنسټونو د تعلیمی فعالیتونو د بندیز په اړه راپورونه د اندېښنې وړ دی. یو ډارونکی ګام دی. ښاغلی دوجاریک د ملګرو ملتونو په […]

خبرگزاری زنان افغان: په افغانستان کې د بهرنیو تعلیمی موسسو پر فعالیتونو د بندیز په اړه له غبرګونونو وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشی انتونیو ګوتریش ویاند سټیفن دوجاریک ویلی، د دغو بنسټونو د تعلیمی فعالیتونو د بندیز په اړه راپورونه د اندېښنې وړ دی. یو ډارونکی ګام دی.

ښاغلی دوجاریک د ملګرو ملتونو په مرکزی دفتر کې په یوه خبری غونډه کې وویل، که دا پرېکړه عملی شی، د افغانستان راتلونکې او د دغه هېواد خلک په ځانګړې توګه ښځې، نجونې او ځوانان به په شا شی.

هغه زیاته کړه، ملګرو ملتونو په دې اړه له طالبانو حکومت څخه کوم لیکلی معلومات نه دی ترلاسه کړی. خو په کابل کې د دې موسسې همکاران د طالبانو حکومت له چارواکو سره خبرې کوی څو معلومه کړی چې واقعا څه پیښیږی.

ښاغلی دوجاریک زیاته کړه: “د طالبانو حکومت ته زموږ پیغام دا دی چې هرڅوک د زده کړې حق لری او موږ غواړو چې اوسنی چارواکی د ماشومانو او لویانو لپاره زده کړې ته د لاسرسی تضمین وکړی.”

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې یوې سرچینې خبرگزاری زنان افغان ته ویلی و چې طالبانو حکومت په افغانستان کې د له دې محدودیت سربیره څه دپاسه ۶۰۰ ورځې کیږی چې سرپرست حکومت په افغانستان کې له شپږم ټولګی څخه پورته نجونې ښوونځی ته له تګ څخه منع کړی دی.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت هم په پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو مخه نیولې ده.

طالبانو حکومت په وار وار ټینګار کړی چې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمی نه دی او دوی ته به اجازه ورکړل شی چې د مناسب شرعی چاپیریال له چمتو کولو وروسته ښوونځی ته ولاړ شی.دې سمنتا موریت له رویټرز سره د خبرو پر مهال د پوهنې په برخه کې د بهرنیو بنسټونو پر فعالیتونو د بندیز په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل د دې بندیز سره ممکن د ٣٠٠ زره نجونو په ګډون له ۵٠٠ زره څخه ډیر ماشومان له زده کړې بې برخې شی.

طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې د نجونو پر زده کړو بندیز دایمی نه دی او دوی ته به اجازه ورکړل شی چې د مناسب شرعی چاپیریال له چمتو کولو وروسته ښوونځی ته ولاړ شی.

خبرگزاری زنان افغان