ملګری ملتونه: که ښځې کار ونه کړی، د افغانستان اقتصاد به ښه نه شی
ملګری ملتونه: که ښځې کار ونه کړی، د افغانستان اقتصاد به ښه نه شی

خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام (UNDP) خبرداری ورکړی چې د ښځو پر حقونو محدودیتونه به په افغانستان کې اقتصادی ناورین لا پسې خراب کړی او که ښځې کار ونه کړی د افغانستان اقتصاد به ښه نه شی. د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام (UNDP) د سه شنبې په ورځ د “حمل ۲۹مه” خپل […]

خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام (UNDP) خبرداری ورکړی چې د ښځو پر حقونو محدودیتونه به په افغانستان کې اقتصادی ناورین لا پسې خراب کړی او که ښځې کار ونه کړی د افغانستان اقتصاد به ښه نه شی.

د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام (UNDP) د سه شنبې په ورځ د “حمل ۲۹مه” خپل نوی راپور خپور کړ، چې د اسیا او ارام سمندر لپاره د دغه پروګرام د سیمه ییز دفتر مشر کانی وګناراجا په حواله یې لیکلی: «په اقتصاد کې د افغان ښځو له فعالې ونډې پرته او د عامه ژوند، چې د بشردوستانه او معیشت پروژې پلی کول پکې شامل دی، هیڅ دوامداره پرمختګ به ونه کړی.

هغه په ​​ډاګه کړه چې د ښځو او نجونو د حقونو د محدودولو حکمونه، په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو د کار کولو د منع کولو په ګډون، په مستقیم ډول په اقتصادی تولید اغیزه کوی او د مرستو په جریان کې هم اغیزه کولی شی.

راپور وایی، د افغانستان ناخالص تولید په ۲۰۲۲ کال کې ۳.۶ سلنه راښکته شوی، چې په ۲۰۲۱ کال کې ۲۰،۷ سلنه کم شوی دی.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان په نړۍ کې د سړی سر عاید تر ټولو ټیټو هېوادونو کې و.

دغه بنسټ د نړیوالو مرستو کموالی د افغانستان یوه بله ننګونه بولی او زیاتوی، چې د دغو مرستو هر ډول کمښت به د افغانستان اقتصادی وضعیت خراب کړی او سخته فقر به د کلونو لپاره دوام وکړی.

د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام ویلی دی چې د نړیوالو مرستو کمیدل به افغانستان له خطر سره مخامخ کړی.

راپور یادونه کوی چې د انفلاسیون کچه به په ٢٠٢۴ کې شاوخوا ١٠٪ ته ورسیږی او په ورته وخت کې به په ٢٠٢۴ کې د سړی سر کلنی عاید ٣٠۶ ډالرو ته راټیټ شی چې دا د ٢٠٢٠ (۵١٢ ډالرو) په پرتله ۴٠٪ کموالی څرګندوی.

د ملګرو ملتونو څېړنو ښودلې چې په بې وزلۍ کې د ژوند کولو شمېر به په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۹ میلیونو کسانو څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۳۴ میلیونو ته لوړ شی.

باید وویل شی، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر ژوند محدودیتونه لګولی، په روانه میاشت کې یې د ملګرو ملتونو اړوند څانګو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام مشر، آخیم اشتاینر هم ویلی دی چې یوناما به له افغانستان څخه د وتلو ” زړه بوږنونکې” پریکړه وکړی که طالبان له دې سازمان سره د ښځو د کار کولو د منع پریکړه بیرته نه اخلی.

خبرگزاری زنان افغان