ننګرهار کې د نازو انا عالي ليسې نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
ننګرهار کې د نازو انا عالي ليسې نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

دنازو انا عالي ليسې نوې ودانۍ چې دننګرهار ولايت جلال آباد ښار کې موقعيت لري ګټې اخيستنې ته وسپارل شـوه ياده ودانۍ چې د ترکيې هيواد په مالي مرسته جوړه شوې وه ترکيې هيواد نماينده جهاد ارګين او د ننګرهار معارف رياست لپاره د طالبانو رٸيس مفتي حبيب الله حقاني له لوري،دنورو ميلمنو اود نوموړې […]

دنازو انا عالي ليسې نوې ودانۍ چې دننګرهار ولايت جلال آباد ښار کې موقعيت لري ګټې اخيستنې ته وسپارل شـوه

ياده ودانۍ چې د ترکيې هيواد په مالي مرسته جوړه شوې وه ترکيې هيواد نماينده جهاد ارګين او د ننګرهار معارف رياست لپاره د طالبانو رٸيس مفتي حبيب الله حقاني له لوري،دنورو ميلمنو اود نوموړې ليسې د زدكوونكو په حضور ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

نوموړې ودانۍ چې د ترکيې هيواد په مالي لګښت د ټيکا موسسې لخوا جوړه شوې ده دولس درسې خونو يو مجهز کتابتون او نورو اړينو ملخاتوپه لرلو سره په عصري ډول ترميم شوې وه نن د يوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دننګرهار ولايت پوهنې رياست لپاره د طالبانو رئيس مفتي حبيب حضرت(حقاني) د غونډې په ترڅ کې د وينا پرمهال دترکې هيواد او ټيکا موسسې څخه دمنني ترڅنګ دنورې ورته همکارۍ غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې ديو اسلامې هيواد په حيث ورسره د تعليم او تربيې د بهبود او پياوړتيا په خاطر خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي)

ورپسي دترکې هيواد سفير جهاد (ارګيناى) خپلي خبري وکړې او د جوړ شوي تعمير د مبارکۍ ترڅنګ يې دنورې همکارۍ ډاډ هم ورکړ او زياته يې کړه چې ستاسې پيغام او نيکې هيلې به زه ترکي ولس او مشرانو ته ورسوم )

د ننګرهار د معارف رياست د خبرپاڼې له مخې نوموړې ودانۍ کې به پنځه زره زدكوونكو په بېلابېلو وختونو کې زده كړې وکړي.

دا لومړى ځل نه دى چې د ترکيې هيواد لخوا د معارف په برخه کې مرسته کېږي،څه مياشتې وړاندې هم د ترکيې هيواد لخوا د افغانستان د معارف وزارت سره د ماشومانو لوبود توکو مرسته هم شوې وه.

د ترکيې هيواد لخوا د نجونو د ښوونځي د نوې ودانۍ جوړېدل او ګټې اخيستنې ته د هغې سپارل داسې مهال ترسره کېږي ،چې لا هم د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوې، که څه هم د طالبانو اعلان کړى و چې ددوى سترې محکمې لخوا يوه اته کسيزه کميټه د نجونو د ښوونځيو د پرانستلو په اړه رامنځته کړې خو لا هم معلومه نه ده چې دا کميټه به کله دشپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې پرانيزي .