خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش ویلی دی چې ښځې او نجونې د دې حق لری چې په هر ځای کې چې وی په عزت او درناوی سره ژوند وکړی. ګوټریش په ټویټر کې لیکلی: “موږ باید هیڅکله د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د بې ساری سیستماتیک بریدونو تر څنګ […]
خبرگزاری زنان افغان: د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش ویلی دی چې ښځې او نجونې د دې حق لری چې په هر ځای کې چې وی په عزت او درناوی سره ژوند وکړی.
ګوټریش په ټویټر کې لیکلی: “موږ باید هیڅکله د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د بې ساری سیستماتیک بریدونو تر څنګ ودریږئ.”
ګوټریش وویل: “زه له تاسو ټولو څخه غوښتنه کوم چې د ښځو سره ودریږی ترڅو د خپلو اساسی حقونو غوښتنه وکړی. “موږ باید هیڅکله د ښځو او نجونو پر حقونو د بې ساری او سیستماتیک بریدونو پر وړاندې چوپ پاتې نه شو.”
که څه هم ګوتریش په خپلو څرګندونو کې د کوم ځانګړی هېواد د ښځو یادونه نه ده کړې، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغان مېرمنې د کار، زده کړې او په ټولنه کې د ونډې په ګډون له خپلو ټولو حقونو بې برخې شوې دی.
تېره میاشت طالبانو په خپل وروستی اقدام کې په هېواد کې د ملګرو ملتونو په څانګو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز ولګاوه.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې له خپلو ټولو حقونو بې برخې دی.
باید وویل شی، چې د طالبانو د ښځو ضد کړنې تل له سختو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی، خو دې ډلې هېڅ ډول خبرداریو ته پام نه دی کړی.
خبرگزاری زنان افغان