هلمند: له تحصیل او زده کړو بی برخی نجونو ته د خیاطۍ زده کولو مرکز جوړ شوی
هلمند: له تحصیل او زده کړو بی برخی نجونو ته د خیاطۍ زده کولو مرکز جوړ شوی

خبرگزاری زنان افغان: د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یوې مېرمنې د طالبانو د بندیزونو له امله، له زده کړو څخه د محرومو شویو نجونو ۵۰ تنو ته د خیاطۍ زده کولو وړیا مرکز جوړ کړی. دغه مېرمنه پر خپل دغه کار خوشاله ده، خو وایی تولیدی توکی یې مناسب بازار نه لری. […]

خبرگزاری زنان افغان: د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یوې مېرمنې د طالبانو د بندیزونو له امله، له زده کړو څخه د محرومو شویو نجونو ۵۰ تنو ته د خیاطۍ زده کولو وړیا مرکز جوړ کړی.

دغه مېرمنه پر خپل دغه کار خوشاله ده، خو وایی تولیدی توکی یې مناسب بازار نه لری.

د خیاطۍ زده کولو د یاد شوی ښځینه مرکز مسووله نازیه محمدی له اړوندو مرستندویو موسسو او چارواکو غواړی، چې د چارو د ښه والی او پیاوړتیا لپاره ورسره مرسته وکړی.

نازیه محمدی وایی: “د خیاطۍ زده کولو دا وړیا مرکز مو د دې لپاره نجونو ته پرانییستی، چې هم له زده کړو څخه د محرومیت له امله یې ذهنی شکنجه او فشار کم شی او هم یو څه زده او خپلې اقتصادی ستونزې حل کړی.”

مېرمن محمدی زیاتوی، چې یاد شوی مرکز یې د ۲۰۰ زره افغانیو په شخصی لګښت جوړ کړی او تر ۵۰ تنو هغو نجونو ته یې د خیاطۍ زده کولو زمینه برابره کړې، چې له زده کړو محرومې شوې دی.

هغه وایی، که موسسې او حاکم رژیم د جامو ګنډولو د ماشینونو او رختونو په برخه کې مرسته ورسره وکړی، دغه مرکز به پراخ او د زده کوونکو شمېر به یې سلګونو نجونو ته ورسوی.

د خیاطۍ په دغه مرکز کې زده کوونکې نجونې دوی ته د دغه فرصت په برابریدو خوشاله دی. دوی وایی، چې له ښوونځیو څخه تر منع کیدو وروسته ورته روانی ناروغۍ پیدا شوې وې، خو د خیاطۍ زده کولو له فرصت سره یې پام بدل شوی او خوشاله دی.

هادیه چې د لښکرګاه ښار د یوې ښځینه لېسې د دولسم ټولګی زده کوونکې وه، خبرگزاری زنان افغان ته وویل، چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو سره، له زده کړو محرومیت سخت روانی زیان ور اړولی دی.

هغه وایی : “زه هیله منه وم، چې زده کړې بشپړې او ډاکټره شم، خلکو ته خدمت وکړم، خو طالبان راغلل او د شریعت د تطبیق په نوم یې د زده کړو شرعی حق او نور حقونه راڅخه واخیستل.”

هادیه د خیاطۍ د زده کړې مرکز ته په راتلو خوشاله ده او وایی، چې لږ ترلږه یې ذهنی فشار کم شوی او د یوه کار د زده کولو فرصت ور برابر شوی.

هغه وایې: ” د خیاطۍ زده کولو سره مې هم ذهنی فشار کم شوی، هم د یوه کار زده کولو او اقتصادی ستونزو د حل هیله مندی راته پیدا شوې ده.”

یو بله زده کوونکې، چې مخکې د محصله وه او نه غواړی نوم یې واخیستل شی، وایی بېوزلې کورنۍ یې په ډېرو ستونزو د قابله گی زده کړې پرې وکړې، خو اوس یې ټولې خوارۍ په اوبو لاهو شوې.

د هغې په وینا، د دې د زده کړو پایلو ته خپله دا او کورنۍ یې ډېره هیله منه وه، خو طالبانو دا ټولې هیله مندۍ خاورې کړې.

د قابله گی زده کری دا په کور شوې، چې اوس خپله له روانی ستونزو شکایت کوی وایی د خیاطۍ زده کړو له پیل سره یې روانی ستونزې تر یوې اندازې کمې شوی دی.

هغه وایی: “طالبانو ډېر ظلم راسره وکړ، هم یې له زده کړو محروم کړو، هم یې فقر او بېوزلی زیاته کړه او هم یې په روانی ناروغیو اخته کړو.”

خیاطۍ ته مجبوره شوې د قابله دا هیله منه نجلۍ له نړیوالی ټولنې او د ښځو له ملاتړو بنسټونو غواړی، چې د افغان نجونو د زده کړو د تلف شویو حقونو د بیرته تامینولو لپاره په اساسی ډول لاس په کار او د دوی ننګه وکړی.

یو شمېر شنونکی بیا د ښځینه وو لپاره د لاسی صنایعو د مرکزونو جوړول ستایی، خو ټینګار کوی چې دا مرکزونه د نجونو د زده کړو بدیل نه شی کیدای او په کار ده، چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کیدو او نورو حقونو د تامین لپاره مبارزه دوامداره او پیاوړې شی.

خبرگزاری زنان افغان
#Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan