په اروزګان کې یوه ځوانه ښځه په چړو وهل شوې ده
په اروزګان کې یوه ځوانه ښځه په چړو وهل شوې ده

خبرگزاری زنان افغان: په اروزګان کې یوه سیمه ییزه سرچینه وایی چې د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د خپل عاشق له خوا په چړو وهل شوې ده. دغه سرچینه د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وایی چې دا پېښه تېره ورځ ماسپښین مهال د دهراود ولسوالی په “لندیانی” […]

خبرگزاری زنان افغان: په اروزګان کې یوه سیمه ییزه سرچینه وایی چې د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه د خپل عاشق له خوا په چړو وهل شوې ده.

دغه سرچینه د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وایی چې دا پېښه تېره ورځ ماسپښین مهال د دهراود ولسوالی په “لندیانی” سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوی، چې د دغې ښځې ورور “لیور” له لوری څخه د چرۍ په وسیله وژل شوى، چې لامل یې کورنۍ تاوتریخوالى دى.

فټل تورن د طالبانو د څارنې ادارې له خوا ونیول شو او زندانی شو.

هڅه مو وکړه، چې د ارزګان د پېښې په اړه د طالبانو د ولایتی چارواکو نظر هم واخلو، خو هغوی مو اړیکه ثابته نه کړه.

فقر، وزګارتیا، د زده کړو ټیټه کچه او د نجونو او ښځو د ژوند ټیټه عمر په هېواد کې د کورنی تاوتریخوالی اصلی لاملونه دی.

خبرگزاری زنان افغان