په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼی ادارې مشر له کندهار والی سره وکتل
په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼی ادارې مشر له کندهار والی سره وکتل

  نن سهار د کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا په خپل کاری دفتر کښی په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼی ادارې «FAO» مشر ریچارډ ټرنچارد، په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼی ادارې «FAO» د بېړنیو پروژو مشر کاوستوب دیوالی او ورسره مل پلاوی سره وکتل، چی پرمهال […]

 

نن سهار د کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا په خپل کاری دفتر کښی په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼی ادارې «FAO» مشر ریچارډ ټرنچارد، په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼی ادارې «FAO» د بېړنیو پروژو مشر کاوستوب دیوالی او ورسره مل پلاوی سره وکتل، چی پرمهال یې د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوی عبدالشکور حقانی، د کندهار د اقتصاد رئیس ملاعبدالسلام بریالی او د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوی محب الله هم حضور درلود.

په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼی ادارې «FAO» مشر ریچارډ ټرنچارد د لیدنی په پیل کښی لومړی کندهار ته د خپل کاری سفر او د ادارې د کاری چاپېریال په اړه کندهار والی ته معلومات وړاندی کړل، چی زیاته یې کړه؛ ځکه یې کندهار ته سفر کړی، ترڅو دلته د زراعت او مالدارۍ په برخه کی وضعیت له نژدې وګوری، د مالدارانو او بزګرانو ستونزی، غوښتنی او وړاندیزونه واوری او بیا ورته رسیده‌ګی وکړی، چی په خبره یې اداره یې اوس د کندهار په «۱۴» ولسوالیو کی فعالیت لری او دا چی ښه او ډاډمن امنیت راغلی، نو ډېر ژر به د خپلی ادارې خدمات د زراعت او مالدارۍ په برخه کی د کندهار ټولو ولسوالیو ته ورسوی.

ریچارډ ټرنچارد وویل، وروستیو وختونو کی په افغانستان، خاصاً توګه کندهار کی د مالدارۍ او بزګرۍ برخه د بېلابیلو دلیلونو له امله ټکنۍ سوې، چی په خبره یې د دوی لومړنۍ هڅه داده، ترڅو کندهار کی د مالدارۍ او بزګرۍ په برخه کی ټولی پرتې ستونزی له منځه یوسی او مالدارانو او بزګرانو ته امکانات برابر کړی او د خپلو خبرو په وروستیو کی یې وویل، لومړنی قدم کی به ژر تر ژره د کندهار په بېلابیلو برخو کی شپږ پروژې د چیک‌ډمونو د جوړېدو او د کانالونو د پاکېدو پیل کړی.

وروسته کندهار والی حاجی‌محمدیوسف وفا په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼی ادارې «FAO» مشر ریچارډ ټرنچارد، په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼی ادارې «FAO» د بېړنیو پروژو مشر کاوستوب دیوالی او ورسره مل پلاوی ته ښه راغلاست ووایه او ورڅخه یې ځانګړې مننه وکړه، چی کندهار ته یې په دې موخه سفر کړی، ترڅو دلته د زراعت او مالدارۍ په برخه کی وضعیت له نژدې ګوری او بیا د بزګرانو او مالدرانو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو ته رسیده‌ګی کوی.

کندهار والی وویل، د ا،ا،امارت په راتګ سره د هیواد په ټولو سیمو کی په بشپړه توګه امنیت ډاډمن دئ، نو باید ټولی همکاری ادارې او موسیسې خپلی مرستی او خدمات زیات او هغو سیمو ته یې ورسوی، چی تېرو شلو کلونو کی ورته هیڅ خدمات نه دی رسېدلی او د ولایتی ادارې په استازیتوب یې د ټولو پروژو د تطبیق په برخه کی د هرډول همکاریو ډاډ وړاندی کړ.

ښاغلی وفا د خپلو خبرو په وروستیو کی په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼی ادارې «FAO» مشر ریچارډ ټرنچارد څخه وغوښتل، ترڅو د دهلې بند د ارتفاع او پاکوالی ترڅنګ، کندهار کی چیک‌ډمونه، کانالونه، سړې خونې او د چرګانو او ماهیانو لپاره فارمونه جوړ کړی او هم د کندهار صنعتی پارک د سړک جوړونی، د صنعتی پارک د برېښنا، د صنعتی پارک د کانالیزاسیون او ددې صنعتی پارک د ګڼو ستونزو په حل کی له ولایتی ادارې سره بشپړه همکاری وکړی، چی په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د خوراک او کرهڼی ادارې «FAO» مشر ریچارډ ټرنچارد لخوا ورته د هرډول همکاریو ډاډ وړاندی سو.