په افغانستان کې نجونې او ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې دی
په افغانستان کې نجونې او ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې دی

د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوتریش وایی، په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز او عامه ژوند څخه بې برخې دی. ګوترش د “دوشنبې په ورځ” د ښځو د وضعیت په اړه د ۶۷ کمیسون غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د هغه مرستیاله آمنه محمد او د ملګرو ملتونو د […]

د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیو ګوتریش وایی، په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز او عامه ژوند څخه بې برخې دی.

ګوترش د “دوشنبې په ورځ” د ښځو د وضعیت په اړه د ۶۷ کمیسون غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د هغه مرستیاله آمنه محمد او د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو مشرې سیما بهوس په دې وروستیو کې له روښانه پیغامونو سره افغانستان ته سفرونه کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیاله آمنه محمد د جنورۍ په میاشت کې له یوه پلاوی سره افغانستان ته سفر وکړ او له طالبانو سره یې په لیدنه کې له هغوی وغوښتل چې د ښځو او نجونو پر مخ ښوونځی او پوهنتونونه پرانیزی او ښځو ته په غیر دولتی ادارو کې د کار کولو اجازه ورکړی. سازمانونه یوه غوښتنه چې طالبانو تر اوسه نه ده منلې.

د ملګرو ملتونو سرمنشی زیاته کړه، نجونې او ښځې بنسټیز بشری حقونه لری او هېڅکله به د هغوی د ساتنې لپاره له مبارزې لاس وانخلی.
“په افغانستان کې نجونې او ښځې له عامه ژوند څخه ایستل شوی دی. د ډیرو نورو اړخونو ترڅنګ د هغوی جنسی او د زیږون حقونه هم له لاسه ورکړل شوی دی. په ځینو نورو هیوادونو کې چې نجونې ښوونځی ته ځی، د تښتونې او جنسی تیری له خطر سره مخ دی. ”

د ملګرو ملتونو سرمنشی همدا راز اندیښنه څرګنده کړه چې په وروستیو لسیزو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې تر لاسه شوی پرمختګونه د دوی له سترګو پټیږی.

په همدې حال کې د ښځو د وضعیت په اړه د کمیسیون په ۶۷ مه غونډه کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجراییه مشرې سیما بهوس یو ځل بیا د طالبانو هغه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستې چې وایی په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندی دی.

هغه زیاته کړه، طالبانو هغه ښځې او نجونې په نښه کړې، چې د ټولنیزو شبکو له لارې یې خپل نظر څرګنداوه او ډېرى یې د امنیتی ستونزو له امله له افغانستانه وتلی دی.

تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان هم په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو د خپلسرو پرېکړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

خبرگزاری زنان افغان