خبرگزاری زنان افغان: د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د لومړی ځل لپاره په بامیانو کې د ماراتون سیالۍ ترسره شوې، خو نجونو پکې برخه نه وه اخیستې. دغه سیالۍ د “ثور په ١۵مه” د جمعې په ورځ له غرمی څخه مخکې په بامیانو کې ترسره شوې، چې یواځې نارینه وو په کې ګډون کړى و. […]
خبرگزاری زنان افغان: د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د لومړی ځل لپاره په بامیانو کې د ماراتون سیالۍ ترسره شوې، خو نجونو پکې برخه نه وه اخیستې.
دغه سیالۍ د “ثور په ١۵مه” د جمعې په ورځ له غرمی څخه مخکې په بامیانو کې ترسره شوې، چې یواځې نارینه وو په کې ګډون کړى و.
په دې سیالۍ کې چې د بامیانو په مرکز کې ترسره شوه، څه دپاسه ٣٠٠ ورزشکارانو په دوو کټګوریو، ځوانو او لویانو کې څه دپاسه څلور کیلومتره واټن وواهه.
د بامیانو ولایت د بدنی روزنې او سپورت د ریاست مسوولین وایی چې د دغو سیالیو له ترسره کولو یې موخه د ځوانانو هڅول، ورزش ته هڅول، له نشه یی توکو څخه لرې پاتې کېدل او د غوره څېرو ټاکل دی.
په بامیانو کې د طالبانو تر ولکې لاندې د بدنی روزنې او سپورت رئیس ضیاالدین بیګزاد وایی، عبدالرحیم د بالغانو په برخه کې لومړی او مهدی د ځوانانو په برخه کې لومړی مقام خپل کړ.
د هغه په وینا، د دغو سیالیو راتلونکی پړاوونه به د بامیانو ولایت د ولسوالیو په کچه ترسره شی.
د یادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې د ماراتون سیالۍ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د سلګونو ښځینه او نارینه ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې، خو سږ کال د طالبانو په راتګ سره ښځینه ورزشکارانې له دغو سیالیو بې برخې شوې دی. په بامیان کې ورزشی سیالۍ.
خبرگزاری زنان افغان