په غزنی کې طالبانو د شیعه ګانو د اختر د لمانځه مخه ونیوله
په غزنی کې طالبانو د شیعه ګانو د اختر د لمانځه مخه ونیوله

خبرگزاری زنان افغان: په غزنی کې سیمه ییزې سرچینې وایی، طالبانو په دغه ولایت کې شیعه ګانو ته د اختر د لمانځه اجازه نه ده ورکړې. سیمه ییزو سرچینو ویلی، طالبانو د “شنبې په ورځ د ثور په ۲مه” په غزنی کې د شیعه ګانو د ټولو جوماتونو دروازې د عبادت کوونکو پر مخ وتړلې. […]

خبرگزاری زنان افغان: په غزنی کې سیمه ییزې سرچینې وایی، طالبانو په دغه ولایت کې شیعه ګانو ته د اختر د لمانځه اجازه نه ده ورکړې.

سیمه ییزو سرچینو ویلی، طالبانو د “شنبې په ورځ د ثور په ۲مه” په غزنی کې د شیعه ګانو د ټولو جوماتونو دروازې د عبادت کوونکو پر مخ وتړلې.

یوې باوری ځایی سرچینې خبرگزاری زنان افغان ته ویلی، چې طالبانو په دغه ولایت کې یو شیعه دینی عالم د اختر پر لمانځه د ټینګار له امله سخت وهلی دی.

ویل کیږی چې دعبادت کوونکو په ټینګار سره بالاخره له څلور ساعته ځنډ وروسته په غزنی کې یو شمیر شیعه اتباعو د اختر لمونځ ادا کړ. د طالبانو د وېرې له امله د عبادت کوونکو شمېر لږ وو.

تېره ورځ طالب جنګیالیو د دایکنډی اوسېدونکی په زور له روژه ماتی څخه منع کړل.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو د اعلان سره سم د جعفری مذهب د تقلید چارواکو د اعلان سره سم د شنبې ورځ د کوچنی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

خبرگزاری زنان افغان