په فاریاب کې د نجونو د یوه ښوونځی په ودانۍ کې اور لګېدلی دی
په فاریاب کې د نجونو د یوه ښوونځی په ودانۍ کې اور لګېدلی دی

خبرگزاری زنان افغان: سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په فاریاب ولایت کې د نجونو په یوه ښوونځی کې اور لګېدلی دی. دغه اورلګېدنه تېره شپه شاوخوا “اته بجې” د اندخوى ولسوالۍ د “کلالخانو” کلی د نجونو د لېسې په ودانۍ کې د” حمل په ١٢مه” په شاوخوا کې رامنځته شوې ده. سرچینې له خبرگزاری […]

خبرگزاری زنان افغان: سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په فاریاب ولایت کې د نجونو په یوه ښوونځی کې اور لګېدلی دی.

دغه اورلګېدنه تېره شپه شاوخوا “اته بجې” د اندخوى ولسوالۍ د “کلالخانو” کلی د نجونو د لېسې په ودانۍ کې د” حمل په ١٢مه” په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.

سرچینې له خبرگزاری زنان افغان سره په خبرو کې ویلی، چې په دې اور لګېدنه کې د دغه ښوونځی اته درسی ټولګی په بشپړه توګه سوځېدلی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

که څه هم تر اوسه د دغې اورلګېدنې لامل نه دی څرګند، خو تر دې وړاندې په وسله والو طالبانو پورې تړلو کسانو د سمنګان ولایت په “فیروز خچیر” ولسوالۍ کې د نجونو د یوه ښوونځید د ودانۍ په ویجاړولو تورن کړی و.

خبرگزاری زنان افغان
Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan#