په لغمان کې د ٢۴۶٢تنو څخه د ښوونکو او مامورینو خالی بستونو لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه
په لغمان کې د ٢۴۶٢تنو څخه د ښوونکو او مامورینو خالی بستونو لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه

نن ورځ د لغمان ولایت کې د ازموینې ملی ادارې له لورې د ښوونکو او مامورینو پنځم او شپږم بستونـو لپاره دښځینه و په ګډون ٢۴۶٢تنو څخه د ازموینه واخیستل شوه. یاده ازموینه چې د لغمان پوهنتون کې اخیستل کېدله د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلى پلاوی،د لغمان پـوهنتون رٸیس،د لغمان ولایت پوهنې ریاست […]

نن ورځ د لغمان ولایت کې د ازموینې ملی ادارې له لورې د ښوونکو او مامورینو پنځم او شپږم بستونـو لپاره دښځینه و په ګډون ٢۴۶٢تنو څخه د ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه چې د لغمان پوهنتون کې اخیستل کېدله د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلى پلاوی،د لغمان پـوهنتون رٸیس،د لغمان ولایت پوهنې ریاست رٸیس،استادانو او شاګردانو ګډون کړى و.

د لغمان پوهنتون رٸیس پوهنیار محب الله هدایت وویل چې نننۍ ازموینې د نظم او کنټرول پروسه تر ډېره د پوهنتون په غاړه ده او دوى په دې برخه کې خپلې هلې ځلې ترسره کړی دی او ترپایه به چاته د لاسوهنې اجازه ورنکړی.

په لغمان کې د طالبانو والی مرستیال سعید احمد بنوری وویل چې خوښ دى په لغمان ولایت کې د ښوونکو اږ اداری بستونو لپاره آزاد رقابت له لارې ازموینه اخیستل کېږی،ترڅو وړ کسان په دنده وګمارل شی.
هغه همداراز د ازموینې مسولینو ته د هراړخېزه شفافیت سپارښتنه وکړه ترڅو حق حقدار ته ورسېږی او عدالت تطبیق شی.

له کابل څخه د امتحاناتو د کمېټې د راغلی هئیت په استازولۍ پوهنیار محمد عارف عرفان وویل نن یې په لغمان ولایت کې د ازموینې د ملی ادارې له لوری د ښوونکو او مامورینو د پینځم او شپږم بستونو لپاره له ۲۴۶۲ تنو نارینه او ښځینه کاندیدانو څخه ازموینه واخیستله، چې له ډلې به یې ۲۲۸ تنه د لوړو نمرو لروونکی کسان اړونده بستونو ته بریالی وپېژندل شی.

په ورته مهال په نورستان ولایت کې هم د ٧٠بستونو لپاره له ٢٧٢تنو نارینه و او ۵١ښځینه کاندیدانو چې د ازموینې ملی ادارې لخوا د ښوونکو بستونو لپاره شارټ لیست شوی وو ازموینه واخیستل شوه.